جلال اباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د وسلوالو په يوه بريد کې د يوه افسر په ګډون دوه پوليس ووژل شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نهه بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د ادوړ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو پر يوه شخصي موټر ډزې کړې چې له امله يې يو ساتنمن او يو پوليس وژل شوى او موټر چلوونکى ټپي شوى دى.
مشرقيوال وويل، چې وژل شوو کسانو په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې دندې درلودې او خپلو کورنو ته په رخصتۍ روان وو.
نوموړي د دغه بريد مسووليت د هېواد د سولې پر دښمنانو واچاو او زياته يې کړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د حسن ګل په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې څلور تنه وژل شوي، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.
وسلوالو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په دې بريد کې دوه افسران او يو پوليس وژل شوى دى.