Language

٧٦ کلن سړي قران حفظ کړ

محمودراقي (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): د کاپيسا اوسېدونکي عبدالرووف په ٧٦ کلنۍ کې د قران کريم د حفظ وياړ ترلاسه او په خپل کلي کې يې د نجونو لپاره دارالحفاظ جوړ کړ.

د قران مجيد دغه حافظ عبدالرووف د کاپيسا د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د شېرخانخېلو د کلي اوسېدونکى دى.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: “له قران کريم سره زما د زړه مينه د دې لامل شوه، چې په دې عمر کې دغه الهي کلام حفظ کړم.”

هغه وايي، چې شپږ کاله مخکې يې د قران کريم يادول او د تجويد زده کړې پيل کړې او شاوخوا دوې اونۍ مخکې يې د ټول قران کريم حفظ بشپړ کړ.

قاري عبدالرووف وويل، چې لومړى يې له ځان سره د “الرحمن، الواقعة او ق “سورتونه ياد کړل او وروسته ديني علماوو ورته د قران مجيد د يادولو فضيلتونه څرګند کړل او ويې هڅاوه چې د ټول قران کريم يادولو ته ملا وتړي.

د هغه په وينا، وروسته يې له خپلو کليوالو قاري فضل الرحمن، قاري محمدعثمان څخه د تجويد او حفظ زده کړې پيل کړې او وروستى استاد يې د همدې کلي اوسېدونکى قاري محمد ناصر و.

عبدالرووف، چې نورې زده کړې يې نه دي کړې، بيا بيا پر دې خوښي څرګندوله چې په ٧٦ کلنۍ کې د قران مجيد پر يادولو بريالى شوى دى.

دى وايي: “دا مې هيله وه چې قران کريم حفظ کړم، د الله ( ج) شکر ادا کوم چې خپلې دې هيلې ته يې ورسولم.”

هغه زياته کړه، چې په ځوانۍ کې د بزګرۍ په چارو بوخت و، خو اوس يې درې ځوانان زامن په بېلابېلو خصوصي شرکتونو کې دندې لري او ده د قران کريم يادولو ته پوره وخت درلود.

ده وويل، چې شاوخوا لس ورځې مخکې يې په خپل کور کې د کلي نجونو ته د قران کريم د تجويد او حفظ تدريس پيل کړى او اوس ٣٠ نجونو ته په وړيا ډول تدريس کوي.

د قران کريم دغه حافظ خلکو ته په خپل پيغام کې وايي: “داسې فکر مه کوئ چې په لوړ عمر کې زده کړې او د قران کريم يادول شوني نه دي، څوک چې له قران سره مينه ولري، په هر عمر کې يې يادولى شي.”

دى له خلکو غواړي چې قران کريم حفظ کړي، ځکه چې د الهي کلام په يادولو سره انسان ارامتيا او د ابدي ژوند بريا ترلاسه کوي.

د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي وايي، د عبدالرووف دغه بريا ښيي، چې د هر عمر لرونکي کسان کولای شی قران کريم حفظ کړي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به له قاري عبدالرووف سره د هغه د دارالحفاظ په برخه کې اړينې مرستې وکړي.

قاضي محمد حسن حقيار وايي، څوک چې د نيکو کړنو اراده وکړي، الله (ج ) ورسره مرسته کوي.

ده وويل، چې پر قاري عبدالرووف هم مهربانه خداى ( ج ) پېرزوينه کړې او د دې توان يې ورکړى چې په لوړ عمر کې قران کريم حفظ کړي.

حقيار، عبدالرووف بختور سړى وباله او ويې ويل، چې د الله پاک د موجز کتاب ( قران کريم ) حافظ نه خاورې کېږي او د محشر په ورځ د قران د حافظ او د هغه د مور او پلار پر سر د عزت تاج اېښودل کېږي.

دغه راز هغه وايي، چې د قران حافظ د څو تنو ګنهکارو کسانو شفاعت هم کولاى شي.

Related Topics