غزني ښار (پژواک ۲۰ مرغومی ۹۱): د غزني د عامې روغتيا له لوري په لرې پرتو ولسواليو کې د بيړنيو حالاتو لپاره وړيا درمل او يو شمېر طبي وسايل ووېشل شول.
د غزني د عامې روغتيا رياست د فارمسي د څانګې مسوولې مرزيې د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې توکو کې ۸۷ قلمه درمل او طبي وسايل شامل دي.
هغه زياته کړه، دغه درمل د سينه بغل او نورو بيړنيو نارغيو لپاره دي، چې د لسو زرو کسانو لپاره بسنه کوي او خلکو ته وړيا ورکول کېږي.
د نوموړی په خبره، دغه توکي د اوس مهال لپاره د غزني په اجرستان، مالستان، ناهور، جاغوريو، مقر، قره باغ، ګيلان او اندړو ولسواليو کې ووېشل شول.
مرزيه وايي، دې توکو سره به د ژمي پر مهال په يادو ولسواليو کې د خلکو لومړنۍ ستونزې هوارې شي.
د هغې په وينا، په ژمي کې د لارو د بندېدو له امله د يو شمېر ولسواليو خلک نه شي کولى چې مرکز ته ځان ورسوي.