جلال اباد (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ناهيد شهيد د نجونو د ښوونځي ودانۍ د جرمني هېواد په مرسته جوړه شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري د مرغومې په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ د افغانانو لپاره د جرمني خلکو د مرستو ټولنې په مالي مرسته د ٣٢٠ زره ډالرو په ارزښت جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هغه په وينا، ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ٣٠ خونې، تشنابونه، د څښاک د اوبو ژوره څاه او د برېښنا بشپړ سيستم لري.
نوموړي زياته کړه: ((د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د يادې لېسې د ١٧٠٠ زده کوونکو د ځاى ستونزه هواره شوه.))
شينوارى وايي، چې د مرستندوىه ټولنې له لورې له دوى سره ژمنه شوې، چې ډېر ژر به د ياد ښوونځي لپاره پر کمپيوټرونو انټرنېټ سمبال خونه او د لمريزې برېښنا سيستم هم برابر کړي.
د يادونې ده، چې د افغانانو لپاره د جرمني خلکو ټولنې په ننګرهار کې له دې وړاندې هم د ښوونځيو ١٥ بېلابېلې ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړې دي.