Language

“د پاکستان سياست د بدلېدو په درشل کې دى”

کابل (پژواک٢٠مرغومي٩١): ځيني شنونکي وايي، چې په سيمه کې د حاکم وضعيت له امله د افغانستان په اړه د پاکستان بهرنى سياست د بدلېدو په درشل کې دى.

تېره اونۍ د پاکستان لومړي وزير راجا پروېز اشرف هم د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې د وينا پر مهال وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې جګړې د برياليتوب لپاره د ستراتېژۍ بدلون ته اړتيا ده.

پروېز اشرف پوځ ته په خطاب کې ويلي و، چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا ته د ورپېښو ګواښونو په درک کولو بايد پر خپلو پوځي کړنلارو بيا کتنه وکړي.

نن په کابل کې د محمود طرزي فکري بنسټ د افغانستان په تړاو د پاکستان د سياست په اړه يوه ناسته جوړه کړې وه.

 سياسي کارپوه عبدالرحمن هوتکي په دې ناسته کې وويل، چې نور نو د پاکستان پوځ او استخباراتو پر “افراطي ډلو تر ډېره خپل کنټرول له لاسه ورکړى او نه شی کولای چې په افغانستان کې روانه جګړه پر مخ بوځي.

هغه وويل، چې له بلې خوا پاکستان په اقتصادي برخه کې هم په پراخه کچه له ګڼو ستونزو سره مخ دى، د بوديجې ١٥ سلنه کسر لري او همداراز په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده.

د هوتکي په باور اوس پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرۍ د ځالې په توګه پېژندل کېږي او هغه امتياز يې اوس له لاسه ورکړى چې په تېرو لسو کلونو کې يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نامه له نړيوالې ټولنې ترلاسه کاوه.

ده همداراز وويل، چې پاکستان نورې کورنۍ ستونزې هم لري او دا مهال د بېلتون غوښتنې له ګواښونو سره مخ دى.

د ده په اند، دا غوښتنې په تېره بيا د بلوڅ ملتپالو له خوا په دې وروستيو کې د تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.

هوتکي همداراز په نړيواله کچه د افغانستان د سياسي اعتبار لوړېدل، له افغانستان سره د نړيوالو د ملاتړ ژمنې او همداراز د امريکا په ګډون له ځينو نورو ځواکمنو هېوادونو سره د افغانستان ستراتيژيک تړونونه هم هغه څه ياد کړل چې پاکستان اړباسي تر څو نور د کمزورى افغان حکومت خيال له سره وباسي.

هوتکي همداراز افغان وسلوالو طالبانو ته په قطر کې د دفتر د پرانيستلو هڅې هم هغه څه وبلل چې امريکا هڅه کوي طالبان د پاکستان له اغېزې راوباسي.

د ده په باور، پاکستان هڅه کوي په قطر کې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې ځان ته رول ولټوي.

هوتکي وايي، چې پاکستان د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره اړ دى چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې ولري، خو د دې سوداګرۍ لپاره په افغانستان کې ثبات ته اړتيا ده.

ده وويل، چې د يادو لاملونو له امله اوس پاکستان د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره د مثبتو سياليو هڅه کوي او داسې ښکاري چې غواړي د افغانستان په اړه په خپل سياست کې بدلون راولي.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي هم په ياده ناسته کې وويل، چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ زيانونه په خپلو سترګو ليدلي او د ده په باور نور نو ورسره رښتينې مبارزې ته اړ شوى دى.

د ده په باور، له افراطي ډلو د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ په دغه هېواد کې د بېلتون غوښتنې هڅې پياوړې کړې دي.

د ده په خبره، نور نو افراطي ډلې د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره لوى ګواښ دي.

هغه د خپلې خبرې د اثبات لپاره له افغانستان سره په سرحدي پولو د پاکستاني پوځيانو ډېرول ياد کړل، چې غواړي د دغو ډلو د فعاليت مخنيوى وکړي.

دى وايي، چې پاکستان له هند سره پر پولې خپل سرتېري کم کړي او د افغانستان پولې ته يې لېږدولي دي.

د ننني بحث بل ګډونوال سياسي کارپوه او د افغانستان د څېړنو د انستيتيوت مشر عمر شريفي بيا وويل، له وخته مخکې ده چې ووايي د افغانستان په اړه د پاکستان سياست بدلون موندلى دى.

د شريفي په باور، د پاکستان د سياست بدلون، تر ډېره د افغان دولت پر کړنو پورې تړلى ده.

خو شريفي وايي، که د افغانستان حکومت وکولاى شي، سر له اوسه تر ٢٠١٤ کال وروسته د خپل نظام د ساتلو ډاډ ورکړي، خپل امنيتي ځواکونه پياوړې کړي، نو د پاکستان د سياست بدلون به اړين وي.

خو ده وويل، دا چې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او همدراز افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره ستراتيژيکې اړيکې لري، د پاکستان هغه خوبونه چې بيا به د نوييمې لسيزې په توګه پر افغانستان خپله ولکه وساتي، له منځه وړي.

Related Topics