Language

د چپرهار قومي مشران ولايتي اداره پر توپيري چلند تورنوي

جلال اباد (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران وايي، چې ولايتي اداره له دوى سره د مور او مېرې چلند کوي او د ولسوالۍ چارواکي په شخصي اړيکو ټاکل کېږي.

يادو قومي مشرانو نن (د مرغومي ٢٠ مه) په جلال اباد کې د يوې غونډه په ترڅ کې پر ولايتي ادارې تور پورې کړى، چې يادې ولسوالۍ ته ولسوال او نور چارواکي لېږل کېږي، نو د يو شمېر زورواکو لاس په کې وي.

قومي مشر پير اسدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د چپرهار په ولسوالۍ کې د ناامنۍ يو لامل هم د ولسوالانو او نورو چارواکو په ټاکنه کې د ولايتي ادارې ناسمه کړنه ده.

نوموړي زياته کړه: ((هر ولسوال چې راغلى، هغه که اوسنى دى او که پخواني، خو تر شا يې يو سياسي لاس موجود وي، چې اوس يې ټول قومونه در په در کړي دي.))

د هغه په وينا، که له ولسوالۍ سره د کومو مرستندويه موسسو له خوا مرسته شوې د ولسوالۍ چارواکو او يو شمېر قومي مشرانو په خپلو کې سره وېشلې ده.

اسدالله وايي: ((غلې دانې که د دې قوم لپاره راغلې، بېرته په زاړه ښار کې خرڅې شوې دي، د بند لپاره که سمېنټ يا سيخ راغلی، هغه هم بېرته ځينو سپين ږيرو او مشرانو په خپلو کورونو کې لګولي دي.))

قومي سپين ږيرى خانه ګل هم ورته خبره کوي او وايي، چې د يادې ولسوالۍ قومي خلک سياسي زورواکانو په لاسونو کې نيولي دي.

نوموړي زياته کړه: ((يو د يو زورواکي پلوى وي او بل د بل زورواکي او ټولې ستونزې دوى جوړې کړې دي.))

دى په ښکاره د چا نوم نه اخلي، خو وايي، چې هر څومره مرستې او يا نور مکافات، چې راځي د چارواکو او د هغوى د پلويانو جېبونو ته ځي.

هغه زياته کړه: ((که زه د چا نوم درته واخلم، نو ماښام ته به يې وژلى يم.))

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى دغه ادعا په کلکه ردوي او وايي، چې د کومو ولسونو ستونزې چې د ننګرهار له والي سره شريکې شوې دي، ډېر ژر هوارې شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه خو دوى موږ ته داسې څرګند شکايت نه دى کړى، خو که چېرې دوى شکايت وکړي، موږ د نظارت کمېسيون لرو او موضوع به تر څار لاندې ونيسي.))

د يادونې ده، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسيدونکو هم ورته شکايت کاوه او ويل يې، هغه مرستې چې د دغې ولسوالۍ د اوسيدونکو لپاره کيږي، د ولسوال په ګډون يواځې د څو کسانو جېبونو ته ځي.

Related Topics