Language

جلال اباد (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو له پاى ته رسېدو سره يې د کونړ د ماڼوګي او نورګل ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړې دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال محمدنعمان هاتفي د مرغومې په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې دوه ورځې وړاندې د کونړ په نورګل او ماڼوګي ولسوالۍ کې د طوفان ٦١ او ٦١ په نومونو عمليات پيل کړي وو، چې نن پاى ته ورسېدل.

د هغه په وينا، دغه عمليات يواځې د ملي اردو ځواکونو له خوا ترسره شوي، چې په پايله کې لسګونه ميله درنې او سپکې وسلې د ملي اردو ځواکونو ترلاسه کړې دي.

نوموړي زياته کړه: ((په نيول شوو وسلو کې ار پي جي راکټونه، پيکاوې، کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات هم شامل دي.))

د هاتفي په خبره، په يادو عملياتو کې د وسلوالو له مقاومت سره هم مخ شوي خو وايي چې ډېره مرګ يې ورته اړولې، خو په اړه يې کره معلومات ور نه کړل.

دى وايي، چې د عملياتو پر مهال ملکي وګړو او د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او سيمه په بشپړه توګه د وسلوالو له شتون څخه پاکه شوې ده.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

Related Topics