جلال اباد (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): د ننګرهار د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې د تابان په نوم يو نوى خصوصي تلويزون د ايران د ګټو لپاره کار کوي.
دغه تلويزيون په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې فعاليت پيل کړى او اوسمهال يې خپرونې يواځې په جلال اباد ښار کې ليدل کېږي.
د نورالله په نوم د دوولسم تولګي يوه زده کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه تلويزون خپرونې ټولې په فارسي ژبه دي، په داسې حال کې چې په ننګرهار کې فارسي ژبې د ګوتو په شمېر دي.
هغه زياته کړه: ((فارسي يې هم په ايرانۍ لهجه ده، ځايي اوسېدونکي پرې هېڅ نه پوهېږي، ته به فکر کوې، چې دا کوم ايرانى تلويزون دى.))
دى وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست بايد د دې مخه ونيسي؛ ځکه په ټولنه کې د پردي کلتور دودېدل په ټولنه بده اغېزه لري.
د ننګرهار پوهنتون يوه محصله هنګامه هم وايي، چې دا خپله هم کله کله د ياد تلويزون خپرونې ګوري، پرته له دې چې ايراني کلتور ته وده ورکړي، بله موخه نه لري.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل: ((نور پروګرامونه خو يې پرېږده، يو ملا په کې وعظ کوي، چې هېڅوک يې په خبرو نه پوهېږي.))
د هنګامې په وينا، په دغه تلويزون کې د اهل تشيعو د مذهب سره سم اذانونه کېږي، په داسې حال کې چې په جلال اباد کې هېڅ اهل تشيع نه اوسېږي .
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه وايي، چې د ياد تلويزون مسوولينو له دوى سره څه موده وړاندې کتلي وو.
هغه پژوک اژانس ته وويل، د دغه تلويزيون مسوولينو غوښتنه وکړه، چې ورته ځيني ديني پروګرامونه برابر کړي.
نوموړى وايي، چې په خپله يې ياد تلويزون نه دى کتلى، خو دا مني چې يو شمېر کړۍ شته چې خاص د ايران د ګټو لپاره کار کوي.
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صميم وايي، چې د ياد تلويزون مسوولينو له دوى سره اړيکه نيولې او دغه تلويزيون له دوى سره رسميت لري، خو زياته يې کړه، چې تر اوسه يې د دغه تلويزيون خپرونې نه دي ليدلي.
شاعر او ليکوال سهار ګل اميرزى وايي، چې ده خپله د ياد تلويزيون خپرونې کتلې، په فارسي ژبه له خپرونو پرته په بله هېڅ ژبه خپرونه نه لري.
هغه زياته کړه: ((زه په خپله خو پرې دا تور نه لګوم، چې دا به کوم بل هېواد ته کار کوي، خو يوه خبره ده چې ځيني وخت ګډوډ پروګرامونه خپروي.))
د نوموړي په خبره، که چېرې ياد تلويزيون په پښتو ژبه خپرونې کولى، ښايي ياده نيوکه پرې اوس نه واى شوې.
د چارو شنونکى انجنير زرغون شاه زرغون وايي، چې د اطلاعات او کلتور رياست بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
هغه زياته کړه، که چېرې ياد تلويزون د بل چا لپاره کار کوي هم روښانه دې کړي او که يې نه کوي هم ښکاره به شي.
دى وايي، چې د اطلاعات او کلتور رياست بايد د خلکو عامه افکار په دې برخه کې روښانه کړي، نه دا چې تعقيب يې نه کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې د ياد تلويزون په اړه يې ځينې داسې ګونګوسې اوريدلې، خو دى وايي، مخکې له دې چې څېړنه وشي بايد په يو چا تور پورې نه شي.
هغه زياته کړه: ((دا تلويزون خو اوس مهال ازمايښتي خپرونې لري او هر کله يې چې په رسمي خپرونو پيل وکړ، بيا به قضاوت کوو.))
نوموړى وايي، که چېرې د ياد تلويزون په اړه ورته رسمي اندېښنې ورشي، ښايي جدي ګامونه په کې پورته کړي.
خو په ننګرهار کې د تابان تلويزون مسوول اکمل ظاهر د خلکو ټولې ادعاوې ردوي او وايي، چې د دوى تلويزيون هېڅکله هم د ايران او يا هم د کوم بل مذهب لپاره کار نه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا بشپړ افغاني او اسلامي تلويزيون دى، زموږ خپرونې لا تر اوسه پورې امتحاني دي.))
نوموړى زياتوي، چې د تابان تلويزيون يوه څانګه په هرات کې هم فعاليت کوي.
اکمل ظاهر په تلويزيون کې د کارېدونکې ژبې په اړه وويل، چې دوى په هرات کې ثبت شوي ځيني پروګرامونه دلته خپروي ځکه خلک فکر کوي چې ګوندې دغه د ايران پروګرامونه دي.
هغه زياته کړه: ((په تلويزيون کې د يوه هراتي ديني عالم برنامه خپروو، خلک فکر کوي چې دا د ايران لپاره کار کوي.))
دى دا ادعا هم په کلکه ردوي. چې ګواکې په ياد تلويزيون کې دې د شيعه مذهبو اذان خپور شوى دى.
نوموړى وايي، چې په لومړي سر کې که ځيني نعتونه خپاره شوي، خو اوس دوى د ننګرهار توليدات لري او په پښتو ژبه خپرونې کوي.
نوموړى زياتوي، چې د دوى د پاليسۍ ډېره پاملرنه پر ديني، مذهبي او کلتوري مسايلو ده.