لومړى تعقيب: جلال اباد (پژواک، ٢١ مرغومى ٩١): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د جلال اباد-تورخم لويه لار له دوو ساعتو بندېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د بټي کوټ امنيه قوماندان سمونيار هدايت پژواک خبري اژانس ته وويل، وسلوالو طالبانو د جلال اباد-تورخم پر لويه لار په بټي کوټ ولسوالۍ کې، نن ماښام په شاوخوا پنځو بجو د ايساف پر ځواکونو بريد کړى، چې له امله يې ياده لاره بنده شوې وه.
خو دى وايي، له دوو ساعتونو نښتې وروسته جګړه پاى ته ورسېده او ياده لاره بېرته پرانيستل شوه.
ده زياته کړه، په دې جګړه کې ايساف او امنيتي ځواکونه له وسلوالو طالبانو سره په جګړه له درنو او سپکو وسلو څخه کار اخيستى دى.
د ده په وينا، نښته د بټي کوت اړوند د څلورم فارم، درېيم فارم او سپين خوړ په سيمو کې په يو وخت روانه وه.
نوموړى وايي، په جګړه کې مرګ ژوبله شته، خو په اړه تراوسه پورې کره معلومات په واک کې نه لري.