جلال اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩١): په لغمان ولايت کې د يوه مشهور طالب قوماندان ملا سنګري د وژلو خبر ورکړل شوى، بلخوا د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې نښته هم شوې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د لغمان د مرکز اړوند د شهيد بابا په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې نښتې په ترڅ کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا نصيب چې مشهور په سنګري و، وژل شوى او درې نور وسلوال سخت ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې سيمه ييزو پوليسو او عامو وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د شهيد بابا سيمې اوسېدونکى، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، ملانصيب چې په سنګري مشهور و، د لغمان په کچه يو مشهور قوماندان و.
دى وايي، چې نوموړي د بهرنيو ځواکونو، ملي اردو او پوليسو پر اکمالاتي کاروانونو بريدونه کول.
د ده په خبره، له سنګري سره يو بل وسلوال، چې خوشحال نوميږي هم وژل شوى دى.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او د هغوى وسلې هم ترلاسه شوې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د طالبانو وژل کېدل ردوي او د ګډو ځواکونو د درېيو سرتېرو د وژلو ادعا کوي، خو عبدالزي دا ادعا رد کړه.