Language

ننګرهار کې د نښتې له امله ١١ تنو مرګ ژوبله واوښته

جلال اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١١ سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د مرغومې په ٢١مه پژواک
خبري اژنس ته وويل، چې نن سهار نهه نيمې بجې وسلوالو طالبانو د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې د سرحدي پوليسو او ملي اردو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې د ملي ځواکونو په ځوابي بريد کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

د هاتفي په وينا، د دې نښتې پر مها ل د ملي ځواکونو دوه سرتېري هم ټپي شوي دي.

د سيمې اوسېدونکى رفيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په جګړه کې يو ماشوم وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د خوګياڼو د مرکزي روغتون امر، ډاکټر نوراغا پژواک اژانس ته وويل، دوى ته د جګړې له سيمې درې ټپيان ور وړل شوي، چې ملکي وګړي دي.

د نوموړي په خبره، په ټپيانو کې يوه نجلۍ هم شامله ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د بريد مسووليت پر غاړه واخيست او زياته يې کړه، چې په بريد کې يې څلور دولتي سرتېري وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

هغه د رينجر او يوه ټانک د ويجاړېدو خبره هم کوي.

ياده دې وي، چې د خوګياڼو د وزيرو سيمه يوه له هغو سيمو ده، چې وخت ناوخت ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي.

Related Topics