Language

جلال اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩١): د  ننګرهار چارواکي وايي، چې په تېرو څو اونيو کې  ٣٠٠ تنه د کوکنارو د کښت په تور نيول شوي او سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى وايي، چې د دغه ولايت ټولو ارګانونو په دې برخه کې کار کړى او هغه څوک چې کوکنار يې کرلي نيولي او څوک چې پاتې دي، ډېر ژر به ونيول شي.

هغه د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ٣٠٠ تنه يې په کوټ، چپرهار، خوګياڼي، پچيراګام، سپين غر او اچين ولسواليو کې نيولي دي.

شېرزى وايي، چې د نيول شوو کسانو ټولې دوسيې څارنوالۍ او محکمې ته وړاندې شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د کوکنارو پر ضد جدي مبارزه پيل کړې او هېڅوک به پرې نه ږدو چې کوکنار وکري او ګټه ترې واخلي.))

خو يو شمېر بزګر بيا پر دولت نيوکه کوي او وايي، ډېرى هغه غريب او بېچاره خلک يې زندان ته د کوکنارو کرولو په تور اچولي، چې بله هېڅ غريبي هم نه لري.

د خوګياڼو د وزيرو اوسېدونکى محمد ابراهيم وايي، مجبور دى چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

 نوموړي پژواک ته وويل، چې دوه جريبه ځمکه لري او که چېرې غنم په کې وکري نو د ژوند اړتياوې يې نه پوره کوي.

هغه زياته کړه: ((بل کار روزګار نشته چې موږ په کې ځان بوخت کړو، زموږ ټول ژوند همدا ځمکه ده او چې کوکنار ونه کرو، ژوند په څه تېر کړو.))

دى زياتوي، چې د ژوند اړتيا يواځې وچه ډوډۍ نه ده او که چېرې غنم په خپلو ځمکو کې وکري نو نور د ضرورت وړ شيان به په څه اخلي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکى رحيم ګل اکا هم ورته خبره کوي او پر دولت نيوکه کوي، دولت مخکې له دې چې د خلکو کوکنار واړوي بايد د بديل زمينه يې دوى ته برابره کړى واى.

هغه پژواک ته وويل: ((دولت هر غريب او خوار نيسي او په زندان کې يې اچوي، له دغه کار سره د خلکو او دولت ترمنځ واټن پيدا کېږي او خلک بيا له وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى کېږي.))

نوموړى د خپل زوى له قوله، چې اوس د دغه بوټي د کر په تور په زندان کې دى، وايي: ((دولت خو مې ټول عمر نه شي بندي کولى، چې راخلاص شم د واره طالبانو ته ځم.))

خو بلخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې يې په هغو ولسواليو کې چې د کوکنارو د کښت درجه په کې صفر شوې، يو شمېر وړې او غټې پروژې پيل کړې، دوى د بېلګې په ډول د ننګرهار په کامې او بهسودو ولسواليو کې د کاراديف د پروژې پيلېدل ياد کړل.

 

Related Topics