هرات (پژواک ٢٢ مرغومى ٩١): د بادغيس چارواکي وايي، چې تېره شپه طالبانو په دوو جلا بريدونو کې څلور پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د بادغيس د والي وياند شراف الدين مجيدي پژواک اژانس ته وويل، دغه بريدونه د بادغيس د ابکمري او مقر ولسواليو کې شوي دي.
د مجيدي په وينا، طالبانو د مقر ولسوالۍ پر ميرانزو او د ابکمري ولسوالۍ د چهل ګزي پر امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس امنيه قوماندان جنرال شرف الدين شرف هم د پېښې پخلى کوي.
شرف پژواک ته وويل، چې د ميرانزو په پوسته کې ۴ پوليس وژل او دوه نور ټپيان دي، خو د ابکمري ولسوالۍ په چهل ګزي پوسته کې يواځې درې پوليس ټپيان شوي دي.
د بادغيس امنيه قوماندان وايي، چې د پوليسو او طالبانو ترمنځ د تېرې شپې جګړې ۲ ساعته دوام وکړ.
د ده په وينا، د جګړې په سيمه کې له نښو نښانو داسې ښکاري چه طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره يې نه ده معلومه.
درې ورځې وړاندې هم د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ د نښتې خبر ورکړل شوى و، چې طالبانو او دولتي چارواکو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کولې.
طالبانو د تېرې شپې د بريدونو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.