جلال اباد ( پژواک ۲۲ مرغومی۹۱ ) : د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى د افغانستان کرکـټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود سره د ليدنې پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو ته د يو شمېر اسانتياوو برابرولو پرېکړه وکړه.
دغه ليدنه د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د هېواد د الف او ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ددريو يو ورځنيو سياليو په پاى کې د جلال اباد په قصر کې وشوه.
د کرکټ بورډ درسنیو امر فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود د ننګرهار له والي څخه د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ د نوې جوړېدونکي لوبغالي او د امير شهيد په بڼ کې د کرکټ اکاډمۍ د سپارلو، د ښاروالۍ په مېلمستون کې د کرکټ د لوبغاړو د اوسېدو او په شېرزي سټيډيم يا لوبغالي کې د شپې لخوا ملي لوبغاړو ته د تمريناتو د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه، چې د والي لخوا دا ټولې غوښتنې ومنل شوې اوپه اړه يې لازم اجراات ورکړل.
سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي رييس د ننګرهار له والي څخه د مننې ترڅنګ وويل چې تل يې د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو سره مرستې او همکارۍ کړې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم دا ډول همکاريو ته ادامه ورکړي.
هغه زياته کړه چې د ننګرهار ولايت مسوولينو او په ځانګړې توګه ګل اغا شیرزي تل د کرکټ لوبغاړي يې تشويق کړي او نازولي دي.
والي ګل اغا شېرزي وويل : (( ننګرهار ستاسو خپل کور دى، موږ د افغانستان د کرکټ پر لوبغاړو وياړو چې تل يې هېواد ته وياړونه راوړي او دهېواد ملي بيرغ يې په ټوله نړۍ کې هسک کړى دى. ))
دغه راز د ننګرهار د مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د کرکټ د مسوولينو او لوبغاړو په وياړ په سپين غر هوټل کې مېلمستيا ورکړه او د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود ته يې د کرکټ په برخه کې د ډيرو خدمتونو په وياړ پګړۍ ور په سر کړه.
په دې غونډه کې د ولسي جرګې وکيل احسان الله کامه وال، د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد، د ژورنالستانو د اتحاديې مشر د ختيځ زون د کرکـټ بورډ مسوولينو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
ګرديوال هم ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار ولايت دافغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ د لوبغاړو په خدمت کې ده او هر ډول مرستې ته تيار دي.
د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د ننګرهار د چارواکو او خلکو مننه وکړه چې دوى ته يې ښه اسانتياوې او امکانات برابر کړي او زياته يې کړه چې ننګرهار د سولې، فرهنګ او د ښې مېلمه پالنې کور دى او تل يې دوى ته درناوى لرلى دى.
دغه راز د ولسي جرګې د غړي احسان الله کامه وال لخوا هم د کرکټ بورډ د مسوولينو او لوبغاړو ته مېلمستيا او په پاى کې يې لوبغاړو ته تحفې او سوغاتونه ورکړل.