هرات ښار ( پژواک ۲۲مرغومی ۹۱ ) د هرات د استناف څارنوالۍ د عمومی جزا د څانګې مشر عبدالرحیم ناڅرکندو وسلوالو وواژه.
د هرات د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال عبدالحمید حمیدی د مرغومي په ۲۲مه، د پیښې د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې څارنوال عبدالرحیم، د ګذرې ولسوالۍ سیاهوشانو کلې ته خپل کورته تللی و.
هغه زیاته کړه چې نوموړی نن له غرمې وروسته په داسې مهال چه د جمعې له لمانځه څخه د راوتلو پر مهال د جومات مخې د نا معلومو وسلوالو لخوا ووژل شو او برید کوونکي په موټرسایکل وتښتیدل.
د حمیدي په وینا، په دې ډزو کې درې تنه نور لمونځ کوونکي هم ټپي شوي دي.
دامنیه قوماندانۍ دغه مقام په احتمالي ډول د پیښې عاملین طالبان وبلل خو په دغه ډول یې د کره معلوماتو ورکړې تر تحقیق ډډه وکړه
د هرات د ښاري څارنوالۍ رییس ګل احمد رامش، د څارنوال عبدالرحیم وژنه تایید کړ او دا وژنه یې ناځوانمردانه یاد کړ.
د نوموړي په وینا، عبدلرحیم خان ۶۲ کاله عمرلاره او د څارنوالۍ په څانګه کې یې د کار سابقه له ۳۰ کلونو زیاته وه.
رامش وویل چې وژل شوی څارنوال، چاه سره شخصي دښمني نه لرله.
درې میاشتې مخکې د فارسي ولسوالۍ څارنوال هم هغې ولسوالی ته د تلو په مهال وسله والو له د مسافرو د سپرلی له موټره کوز بیا یې یوه ورځ وروسته جسد سیمه کې پیدا شوی و.