مزارشريف (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): د مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دې ښاروالۍ عوايد د تېر كال د عوايدو په پرتله ۱۵۲ميلونه افغانۍ زيات شوي دي.
د مزارشريف ښاروال محمديونس مقيم د مرغومي په ۲۳مه د دې ښاروالۍ د كلني حساب وركولو او مشوره اخيستلو په موخه د جوړې شوې غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته د تېر كال په پرتله د عوايدو د ډېروالي تر څنګ وويل، چې سږ كال يې د ترلاسه شوو عوايدو په پرتله په پراختيايي كارونو ډېر لګښت كړى دى.
نوموړي زياته كړه، چې د تېر كال په نهو مياشتو كې يې دوى ۲۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه كړي وو، په داسې حال كې چې سږ كال يې ۳۶۲ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه كړي دي.
هغه د سږني كال د عوايدو د ډېرښت لامل د ماليو د اخيستنې او د ښاروالۍ اړوند د ځينو ودانيو د ښه سوداګريز كاروبار ترڅنګ په ښاروالۍ كې د مسلكي كسانو پر دنده ګومارل په ګوته كړل.
ښاروال مقيم وويل، چې دوى هر كال د دولتي بودجې تر څنګ د ښاروالۍ د عوايدو پر مټ هم ځينې پراختيايي چارې ترسره كوي، چې سږ كال يې د ترلاسه شوو عوايد په برابر ډېرې پيسې په پراختيايي چارو لګولې دي.
نوموړي زياته كړه، چې سږ كال يې ۳۶۲ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه كړي؛ خو ۴۳۰ ميليونه افغانۍ يې پر پراختيايي چارو لګولې دي.
د هغه په وينا، دوى سږ كال ځيني هغه پيسې چې په بانك كې ذخيره لرلې، هم په پراختيايي چارو لګولې دي.
مقيم وويل، چې په تېرو نهو مياشتو كې ۱۰ كيلومتره سړك د ښاروالۍ له بوديجې قير كړى دى.
همداراز يې د ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه رغولې او د ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت يې سينا لوبغالى بيارغولى دى.
نوموړي د ترسره كېدونكو پراختيايي چارو په لړ كې د سه ستاره په نوم د ښاروالۍ پر هوټل د ۲۰۸ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې د پيل شوو چارو يادونه وكړه، چې په راتلونكو درېيو كلونو كې به بشپړې شي او په اريانا او بخدي كارتو كې يې د ۱۶ميليونه افغانيو په لګښت د دوو لوبغالو د جوړېدو يادونه وكړه.
د ده په وينا، سږ كال يې د دولتي بوديجې پر مټ ۲۰ كيلومتر سړك قير كړى او د يو اېن هبيتات په مرسته يې ۶ كيلومتره سړك او د درېيو ناحيو فرعي سړكونه كانكريټ كړى دى.
د مزارشريف ښاروال د ښار د ماسټر پلان په اړه وويل، چې په سږني كال كې يې ۶۴ كيلومتره مربع پراختيا وركړې ده.
نوموړي زياته كړه، چې په تېرو كلونو كې د دوى ماسټر پلان ۳۶ كيلومتره مربع و، چې سږ كال يې ۱۰۰ كيلومتره مربع ته رسولى دى.
د مزارشريف اوسېدونكي كه څه هم د ښاروالۍ د عوايد پر ډېرېدو خوښ دي؛ خو د ښاروالۍ د ځينو چارو پر سمون ټينګار كوي.
د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې اوسېدونكي اجمل پژواك اژانس ته وويل، څومره چې ښار پراخېږي هومره يې پاكوالى له منځه ځي.
نوموړي زياته كړه، ښاروالۍ دنده لري، چې ښار پاك وساتي او له تېرو څو كلونو په دې دنده كې پاتې راځي.
د مزارشريف ښاروال د ځينو چارو په پوره توګه د نه ترسره كېدو لامل د ښاروالۍ د تشكيل كموالى وښود.
نوموړي زياته كړه، چې په تېرو لسو كلونو كې د ښار د پراختيا او د نفوس د ډېروالي په پرتله د دوى تشكيل لا هم په پخوانۍ كچه ده، چې له امله يې د دوى چارې په پوره ټكنيتوب پر مخ ځي.
ښاروال وويل، چې د مزارشريف د ښاروالۍ تشكيل لا هم هماغسې لس كاله پخوانى دى.
نوموړي له همدې امله د ښار له اوسېدونكو څخه د ښار په پاك او شين ساتلو كې د مرستې غوښتنه وكړه.