جلال اباد (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د لنډه خېلو د ګوډګي کلي اوسېدونکې حسنو د ١٣٦ کلونو په عمر وفات شوه.
د حسنو د کورنۍ يوه غړي شاهدالله شاهد چې د ميدان وردګو د والي وياند هم دى، د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حسنو ادې، د خپل عمر په وروستيو ورځو کې هم په ولاړه لمونځ کاوه، د قرانکريم تلاوت يې هم کاوه او د عمر ډېره برخه به روژه وه.
د هغه په وينا، حسنو ادې به په اوړي او ژمي کې په اوداسه کولو کې له يخو اوبو استفاده کوله او تر د ژوند تر وروستيو يې لکړه نه واخيسته او نوموړى زياتوي، چې دوه غاښونه يې د ژوند په زړه پورې ځانګړتياوې دي.
شاهد وايي، چې که څه هم د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ د سپين غره په لمن کې پرته ده او سړه هوا لري، خو نوموړې به تل د هر لمانځه لپاره په يخو اوبو اودس کاوه.
حسنو ادې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ وه او په پېغلتوب کې يې د پچيراګام ولسوالۍ د لنډه خېلو کلي له اوسېدونکي حاجي سخي سره واده وکړ.
د شاهد په وينا، حسنو ادې يوه زيارکښه او پښتنه مېرمن وه، نه يواځې د عمر د ډېروالي او خورا ديندارۍ له امله يې د هېواد په کچه شهرت خپل کړى و، بلکې يو وخت يونېسکو هم د دې عجيبې ادې د ژوند په اړه معلومات ټول کړي وو، چې په عجايبو کې يې ونيسي، خو تر اوسه يې پته ونه لګېده.
نوموړې ۷ لورګانې لري، خو کوم زوی نه لري او له همدې امله يې د ژوند زياته برخه له خپلو لورګانو سره تېره کړه، چې دوې لوڼي يې د دې په ژوند مړې شوې دي.
شاهدالله شاهد وايي: ((زه د حسنو ادې د مور له نسبه کړوسى او زما زوی يې کودى دى، خو د ادې په نسب کې داسې کسان هم شته، چې په حساب يې پردي حسابيږي.))
د حسنو ادې کشر زوم او د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي ګل ولي پژواک اژانس ته وويل، چې د نوموړې له اوو لورګانو او لمسيانو څخه ٤٦٥ تنه اولادونه وو.
هغه زياته کړه، کشرۍ لور يې چې ده په نکاح کړې، نږدې ٥٠ کاله عمر لري، خو دوه نورې لوڼې يې د ٧٠ او ٦٧ کلونو په عمرونو کې مړې شوې دي.
د پچير اګام ولسوالۍ ولسوال ملک محمداسلم هم ومنله، چې حسنو ادې د ١٣٦ کلونو په عمر مړه شوې ده.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې نړيوالو رسنيو خبر ورکړ، چې د نړۍ تر ټولو زيات عمر لرونکې ښځه چې ١١٦ کاله يې عمر درلود په جورجيا کې مړه شوې ده.
دغه راز د ١٢١ او ١١٤ او ١١٥ کلونو د عمر لرونکو کسانو د مړينې راپورونه هم خپاره شوي دي.
خو د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د حسنو ادې عمر تر ټولو زيات (١٣٦کلنه) و.