ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخوانيو مجاهدينو کابل کې د قاضي حسين احمد فاتحه واخيسته

پخوانيو مجاهدينو کابل کې د قاضي حسين احمد فاتحه واخيسته

author avatar
13 Jan 2013 - 17:57
پخوانيو مجاهدينو کابل کې د قاضي حسين احمد فاتحه واخيسته
author avatar
13 Jan 2013 - 17:57

کابل (پژواک٢٣مرغومى ٩١): په کابل کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د پخواني مشر د فاتحې د مراسمو ويناوالو، په هېواد کې د شته امنيتي او نورو ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

د ځينو پخوانيو افغان جهادي مشرانو په ګډون، نن سلګونه تنو په کابل کې د هغې فاتحې په مراسمو کې برخه واخيسته، چې د پاکستان د جماعت اسلامي د پخواني مشر قاضي حسين احمد ته د دعا کولو په موخه جوړه شوې وه.

قاضي حسين احمد د تېرې يکشنبې په ورځ (د مرغومي ١٧مه) د ٧٤ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له امله د اسلام اباد په يوه روغتون کې ساه ورکړه او د پېښور په نوښار سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

هغه له ۱۹۸۰ کلونو راهيسې د پاکستان په عملي سياست کې برخه ا خيستې او څو وارې د پاکستان د سنا او ولسي جرګې د غړي په توګه پاتې شوى دى. دغه راز هغه د جماعت اسلامي د سياسي مذهبي ډلې د مشر په توګه څلور ځلې ټاکل شوى دى.

هغه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال د افغان مجاهدينو ملاتړى پاتې شوى دى، خو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د امريکا د پيل شوو عملياتو کلک مخالفت يې کاوه او د ترهګرۍ پر ضد جګړه يې دروغ بلله.

د ملي يووالي او په هېواد کې له بهرنيو پوځي اډو سره د مخالفت جبهې مشر او پخواني جهادي شخصيت انجنير احمدشاه احمدزي، د روسانو پروړاندې له افغان جهاد سره د قاضي حسين احمد او د هغه د ګوند هڅې او مرستې وستايلې.

احمدزي وويل، يواځې يې د اسلامي عقيدي له مخې او له دې امله چې د جهاد پرمهال يې له افغانانو سره مرسته کړې ده، حسين احمد ته په کابل کې د دعا مراسم ترسره کړل.

احمدزي وويل، چې قاضي له سوله ييزې لارې د افغانستان د کړکېچ پاى ته رسېدل غوښتل.

دى وايي، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره او په دې هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه اړينه ده، چې ټول افغان لوري سره خبرو ته کېني او د ملي يووالي لپاره ګام پورته کړي.

د سولې د عالي شورا غړي او پخواني جهادي مشر قاضي محمدامين وقاد، د افغان جهاد پرمهال د قاضي حسين احمد هڅې او مرستې وستايلې او همداراز يې د دولت او د مخالف لوري ترمنځ پر خبرو  او تفاهم ټينګار وکړ.

وقاد هيله څرګنده کړه، د دولت او مخالفو لورو ترمنځ خبرې، افغانستان داسې يو هېواد کړي چې پرځان متکي وي.

د غونډې بل ګډونوال او د ولسي جرګې پخواني غړي حاجي احمدفريد وويل، چې قاضي حسين احمد په سيمه او اسلامي نړۍ کې د سولې د راوستو لپاره هڅې کولې.

احمد فريد هم وويل، چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د افغانانو ملي يووالي ته اړتيا ده.

ده زياته کړه: “دا اوس ګوره! علما، مجاهدين، رهبران ټول ناست ياستئ، د خداى په لحاظ، لکه انجنير صاحب چې وويل، راځئ خداى ته تابع شو، له يوه ګرېوان نه سر وباسو، لاړ شئ، دواړو طرفو ته کېنئ، مسلمانان سره جوړ کړئ، والله چې مسلمانان جوړ نه شي، که کفار تاسې زر کاله کې جوړ کړي او يا ستاسو په خير قدم اوچت کړي.”

د سولې د عالي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد، قاضي حسين احمد داسې شخصيت وباله چې د اسلامي اتحاد لپاره يې په نړيواله کچه کار کاوه.

شهزاده هم وويل، دغه شورا هڅه کوي په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه، د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې لپاره هڅې وکړي.

مولوي شاهد او د نننيو مراسمو يو شمېر نورو ګډونوالو هم افغانان يووالي ته راوبلل.

که څه هم د دې مراسمو تنظيموونکي وايي، د فاتحې او دعا مراسم يې د شخصي او يا نورو اړيکو له مخې نه دي ترسره کړي او يواځې يې د اسلامي عقيدې له مخې دغه کار کړى دى؛ خو يو شمېر کابل ښاريان په افغانستان کې د پردي هېواد د يوه مشر لپاره د دا شان مراسمو د جوړولو مخالف دي.

د کابل ښار د تايمني اوسېدونکى شريف وايي، سره له دې چې افغانان تر هرچا ډېر بشردوستان دي، خو جماعت اسلامي په تېرو دېرشو کلونو کې هغه څه کړي، چې د پاکستان حکومت غوښتي دي.

دى وايي، دغه ګوند د پاکستاني حکومت د دې دريځ د پياوړتيا لپاره تل کار کړى، چې په افغانستان کې د پاکستان تر تاثير لاندې حکومت موجود وي.

دى زياتوي: “نو په کار نه ده چې د داسې يوه ګوند مشر لپاره په کابل کې مرثيې وويل شي او خلک ورته راوبلل شي.”

خو د نننۍ ناستې يو ګډونوال محمد الفت صافى بيا وايي، چې دا ډول غونډې د دې ترڅنګ چې يوه چا ته په کې دعا وشوه، د ملي يووالي د پياوړتيا لپاره هم ګټورې دي.

صافى همداراز زياتوي، چې دا ډول مراسم کولى شي د افغانستان او پاکستان د چارواکو او خلکو ترمنځ شته زړه بدوالى او کېنه راکمه کړي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.