Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې ۱۸۹ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کندوز (پژواک ۲۴ مرغومى ۹۱): په کندوز ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام له لارې ۱۸۹ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، چې له ۴۲زره زياتې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

د کندوز ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجينر عبدالرب حکيمي وايي، چې په ۹۰ کيلومتره سړک جغل اچونه، د ۵۳۳ پلچکونو جوړول، د اوبو رسولو د دوه کيلومتره شبکې بيارغونه او د څښاک اوبو ۳۳۸ نيمه ژورې څاګانې په دغو پروژو کې شاملې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پاتې پروژو کې د ټولنيزو شوراګانو د غونډو لپاره ۱۵ خونې، د ١٢ کيلومتره ښاري برېښنا بيارغونه، پنځه کيلومتره استنادي دېوال او د برېښنا وېشلو ۴۵ کوچنی سربندونه شامل دي .

له دغو پروژو، چې د کليو او پراختيا وزارت په څه باندې ٢٤٧ ميليونه افغانيو او په لس سلنه لګښت د خلکو په مرسته جوړې شوې، د کندوز ښار د ځينو برخو، امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو تر ٤٢ زره ډېرې کورنۍ برخمنې شوې دي.

د امام صاحب ولسوالۍ د الف بېردي کلي يوه اوسېدونکي عبدالصمد وويل: “دم لي پيوستون د پروګرام له لارې زموږ په کلي کې لس کيلومتره سړک او اته پلچکونه جوړ او زموږ د خلکو ګڼې ستونزې ورسره هوارې شوې دي.”

هغه زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې د لويو لارو د نه شتون له امله کروندګرو خپل کرنيز محصولات پر وخت د ولسوالۍ مرکز ته نه شواى رسولاى، خو اوس يې دغه ستونزه حل شوې ده.

عبدالصمد وايي، چې پخوا به يې موټر ته ۴۰ افغانۍ کرايه ورکوله او په نږدې ۴۵ دقيقو کې به د ولسوالۍ مرکز ته رسېده، خو د سړک په جوړېدو سره دغه لاره په ۱۵ دقيقو کې وهل کېږی او کرايه يې هم شل افغانيو ته راښکته شوې ده.

خو د دشت ارچي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي بيا د پرمختيايي شوراګانو مسوولين په دغو پروژو کې پر فساد تورنوي.

د دشت ارچي د قرلق يوه کروندګر، مصطفی وويل: “په دې ولسوالۍ کې ډېرى رييسان له څو کلونو راهيسې ټاکل شوي او دوی هر وخت د پروژو پيسې په خپل منځ کې وېشي.”

هغه زياته کړه، تر هغه چې د پرمختيايي شورا ګانو لپاره نوي مشران ونه ټاکل شي، د دولت پيسې به شخصي جېبونو ته ځي او په دې برخه کې به هېڅ بيارغونه ونه شي.

که څه هم دغه کروندګر په دې برخه کې کومه بېلګه نه درلوده، خو زياته يې کړه، چې د پرمختيايي شوراګانو ډېری رييسان له دغو امکاناتو په ناوړې استفادې د کورونو او موټرو خاوندان شول.

خو د کندوز د کليو او پراختيا رييس بيا دغه ادعا رده کړه او ويې ويل، چې د پراختيايي شورا ګانو رييسان د خلکو په غوښتنه ټاکل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې برخه کې په ولسواليو کې د تازه ټاکنو پروسه پيل شوې او ډېر ژر به د دشت ارچي ولسوالۍ هم تر دغه پوښښ لاندې راشي، که چېرې خلک له اوسني رييس ناخوښه وي، کولای شي نوی رييس وټاکي .

د ملي پيوستون پروګرام د کليو او پراختيا رياست په چوکاټ کې عملي کېږي او له لارې يې پراختيايي شوراګانو ته صلاحيت ورکړل شوی، چې دولت ته د خلکو د خوښې وړ پروژو وړانديز وکړي او خپله يې پلې کړي.

د کليو پراختيا رياست وايي، چې د ملي پيوستون له لارې په تېرو اوو کلونو کې ۲۱۵۰ پروژې، چې له يو ميليارد نه زياتې افغانۍ لګښت پرې راغلی په کندوز کې بشپړې شوې او ۷۶ نورې يې دا مهال تر کار لاندې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.