Language

په شېرزادو کې درې وسلوال ووژل شول

جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې درې وسلوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د شېرزادو په صده خېلو سيمه کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عمليات شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

دى وايي، چې په وژل شوو کې د وسلوالو مخالفينو د ملا حقيق په نوم يو سرګروپ، چې په سورګل مشهور و، هم شامل دى.

د عبدالزي په وينا، په عملياتو کې افغان ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د والي وياند وويل، چې په عملياتو کې څلور ميله کلاشينکوفونه، اتلس شاجورونه، لاسي بمونه او يوه مخابره هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سيمې اوسېدونکي، شکور پژواک ته وويل، چې په عملياتو کې نښته هم شوې خو ملکي وګړو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دى زياتوي، چې په نيول شوو کې يې ځينې عام وګړي شامل دي چې له وسلوالو مخالفينو سره هېڅ تړاو نه لري.

وسلوالو طالبانو د يادو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics