چاريکار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د پنجشېر د والي د ساتونکو او څو وسلوالو تر منځ په نښته کې له يادو وسلوالو دوه تنه ټپيان شول.
د پنجشېر د والي وياند عبدالکبير واثق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده نښته تېره ورځ “د ناسم پوهاوي” له امله د جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار سيمه کې رامنځته شوه.
هغه وويل، چې د پنجشېر د والي کرام الدين کريم ساتونکي د والي په موټرو کې له کابله پنجشېر ته پر لاره وو چې، “ناقانونه وسلوالو د ناسم پوهاوي” له امله ډزې پرې وکړې.
ده د ناسم پوهاوي د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورنه کړل او زياته يې کړه، چې د ډزو په تبادله کې له ناقانونه وسلوالو دوه تنه ټپيان شوي او د پنجشېر ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل، چې ياد ناقانونه وسلوال د ګلبهار اوسېدونکي دي.
د پنجشېر له اېمرجنسي روغتون سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د جبل السراج ولسوال محمد معصوم فرزه يي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې له يادو وسلوالو يو تن ټپي شوى دى.
ده وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د پنجشېر د والي ساتونکي په دوو موټرو کې پنجشېر ته پر لاره وو او درې تنه چې په کرولا موټر کې روان او نشه وو، پر خپل موټر يې د ساتونکو د موټرو لاره بنده وله.
د هغه د څرګندونو له مخې، له همدې امله د دواړو لورو تر منځ وسلواله شخړه رامنځته شوې وه.
فرزه يي وايي، چې لومړى د کرولا موټر سپرليو او وروسته د والي ساتونکو ډزې کړې دي، چې په پايله کې يې د کرولا له کسانو څخه يو تن ټپي شوى دى.
دى وايي، چې پېښه تر څېړنې لاندې ده، خو تر دې دمه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.