Language

د جلال اباد مجبوراباد کې ښکاره د نشه يي توکو پلور روان دى

جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په يوه کور کې په ښکاره نشه يي توکي پلورل کېږي، خو څوک يې مخه نه نيسي.

دغه سيمه مجبوراباد نوميږي او د جلال اباد ښار په سوېل ختيځ کې موقعيت لري.

په مجبوراباد سيمه کې د يوې فرعي لارې پر سر يو کور دى او د کور مخې ته دوه ځوانان چې اوږده وېښته لري، له سپيو سره ولاړ وي.

په هرو لسو دقيقو کې پلي او په موټر کې کسان راځي او دغه هلکان ورته له ياد کور څخه نشه يي توکي (هيرويين، چرس، ترياک) د پيسو په بدل کې رباسي.

د يادې سيمې اوسېدونکي شکايت کوي، چې څو ځلې دولت ته عارض شوي خو چا يې غم نه دى خوړلى.

د دې سيمې يوه قومي سپين ږيري چې د نوم له ښودو ډډه وکړه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په لسګونه ځلې دولتي ځواکونو پر ياد کور چاپه وهلې، د څو ورځو په مخه يې ځيني کسان بنديان کړي، خو بېرته راخوشي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((همدا چارواکي ورسره اړيکې لري، بېرته يې راخوشي کوي.))

دى وايي، چې له خوشې کېدو سره سم د ياد کور څښتنان له کوتکونو سره جومات ته راغلل او دوى ته يې ګواښ وکړ، چې بيا به دولت ته شکايت نه کوي.

د نوموړي په خبره، چې ياد کسان د کورنيو ځواکونو سربېره د بهرنيو ځواکونو له خوا هم نيولي شوي، خو بېرته يې له څو ورځو بند وروسته پرېيښي دي.

پنځه دېرش کلن رسول خان، چې په همدې سيمه کې دوکان لري وايي، چې هره ورځ په لسګونه نشه يان راځي او له دغه ځايه پوډر پېري.

د هغه په وينا، د دې سيمې خلک له دغو نشه يانو تر پزې راغلي دي.

دى وايي، مشر يې د ورځې د درې زره کلدارو په تنخوا ځيني کسان نيولي او هغه ورته دغه نشه يي توکي خرڅوي.

رسول خان په دې مسئله کې دولتي چارواکي ښکېل ګڼي او وايي، که چېرې دولتي چارواکي له دوى سره يوځاى نه واى، نو ښايي دغه کاروبار يې نه واى کړى.

نوموړى زياتوي، چې په سيمه کې ټوله ناامني همدوى رامنځته کړې ده.

د رسول خان په وينا، چې د شپې د مجبوراباد په سيمه کې غلاوې، قتلونه او نور ناقانونه کړنې همدغه پوډر خرڅوونکي او پوډريان کوي.

د مجبوراباد يو بل مشر، چې د نوم له ښودلو ډډه کوله پژواک ته وويل، چې په دغه کور کې د نشه يي توکو تر څنګ اخلاقي فساد هم ترسره کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د خداى لپاره! دلته هر څه کېږي، خو موږ دومره بې وسه يو چې څه نه شو کولى او که غږ مو وکړ سم د واره مو شپې ته وژني.))

نوموړى دا هم وايي، چې د دغه کور مشره يوه ښځه ده او دغه ټول کارونه ياده ښځه په خپله سمبالوي، يواځې يو څو هلکان چې د ورځې تنخوا ورکوي په مزدورۍ يې نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم تاييدوي چې د مجبوراباد په سيمه کې د نشه يي توکو پلور روان دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې پر ياد کور مخکې هم د امنيتي موظفينو له لوري عمليات شوي، دوه تنه يې زنداني شول او دغه راز دوه ځلې بيا پر دغه کور عمليات وشول، خو نارينه يې په تېښته بريالي شول.

هغه زياته کړه: ((دلته يوه ښځه هم شته، د امنيه قوماندانۍ له لوري ترې تعهداخيستل شوى چې د دغه کار مخنيوى به کوي.))

د نوموړي په وينا، له نشه يي توکو سره د مبارزې په قانون کې راغلي، هر معتاد چې عدلي طب يې تاييد کړي، تر پنځه ګرامو پورې هېرويين له ځان سره ګرځولى شي.

عبدالزى وايي: ((داسې معلومات شته چې ياده ښځه هم د نشه يي توکو معتاده ده.))

د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال هم تاييدوي چې د مجبورا باد زېړ جومات ته څېرمه يې څو ځلې عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه: ((هر ځل عملياتو کې نتيجه منفي وي، يو څو پوډريان نيول کېږي او بس.))

مشرقيوال هغه ادعا په کلکه ردوي، چې ګواکې له دوى سره امنيتي چارواکي اړيکې لري.

Related Topics