Language

د سيداباد پېښې په اړه ټاکلي پلاوي څېړنې پيل کړې

ميدان ښار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د تنګي په سيمه کې د ملکي تلفاتو د پېښې د څېړنې په موخه د ولسمشر له فرمان سره سم تللي پلاوي خپلې څېړنې پيل کړې.

وړمه شپه (د مرغومي ٢٤مه)، د سيداباد ولسوالۍ د تنګي درې په حسن خېلو سيمه کې د ايساف ځواکونو له خوا په ترسره شوو عملياتو کې، د چارواکو په وينا، اووه عام وګړي او څلور مخالفين وژل شوي وو، خو ايساف دغه ادعا رد کړې وه.

د دغې پيښې په اړه د ولسمشر کرزي د حکم پربنسټ د سلاکار وزير رحمت الله راشدي په مشرۍ يوه لوړپوړي پلاوي، چې په کې د چارو ادارې څخه بريدجنرال محمدالله نوري، له ملي دفاع وزارت څخه بريدجنرال دين محمد، له کورنيو چارو وزارت څخه سمونوال مشک عالم، له ملي امنيت څخه ډګروال محمدنسيم او له سيمه ييزو ارګانونو څخه بهرام الدين فرهنګ د غړو په توګه  ټاکل شوي دي، په څېړنو يې پيل وکړ.

د ميدان وردګو ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ميدان وردګو ته تللي پلاوي له والي عبدالمجيدخان خوګياڼي، ولايتي شورا رييس او غړو، د ملي امنيت رييس، امنيت امر، د وردګو قومي مشرانو، سولې عالي شورا غړو او د سيداباد سيمه ييزې شورا مشرانو او د پيښې له قربانيانو سره وليدل.

والي له پلاوي غوښتي، چې د پېښې په اړه کره څېړنه او ټول شواهد په سړه سينه راټول کړي، څو د پېښې په اړه هر اړخيز او بې پرې قضاوت ولسمشر ته وړاندې شي او په اړه يې تصميم ونيسي.

 دغه پلاوي له امنيتي مسوولينو، د ايساف ځواکونو له استازو، قومي مشرانو او د پېښې له قربانيانو سره په جلا جلا ډول ليدلي او د ټولو عيني شواهد او معلومات يې اورېدلي دي.

 د پېښې د قربانيانو په وينا، ايساف ځواکونو په لوى لاس ملکي خلک وژلي او ټپيان کړي دي، چې بايد د دغې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.

 دغه راز د پېښې قربانيانو له ولسمشر نه غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د تلپاتي شتون په اړه له سره کتنه وکړي.