مزارشريف (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د شمال زون ديني عالمان له دولت سره د هر اړخيزو ستونزو د حل په موخه د عامو خلكو پر وړاندې په تبليغاتي چارو كې مرسته كوي.
د شمال زون د نهو ولايتونو ديني عالمان له تېرو درېيو ورځو د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې په دې موخه سره غونډ شوي وو، چې په بېلابېلو برخو كې له دولت سره په تبليغاتي چارو كې مرسته وكړي.
دغه غونډه، چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت له خوا رابلل شوې وه، د شمال زون د بېلابېلو ولايتونو د ديني مدرسو، د دارالعلوم امرين او ديني عالمان، چې شمېر يې نږدې ۵۰۰ تنو ته رسېده، برخه اخيستې وه.
د يادې غونډې يوه سمبالوونكي محمدنبي تدبير د يادې غونډې په وروستۍ ورځ پژواك خبري اژانس ته وويل، دوى هڅه كوي، چې ديني عالمان له دولت سره مرستې ته وهڅوي.
نوموړي زياته كړه، چې په ياد درې ورځني سيمينار كې ټولنيز، اقتصادي، سياسي، فرهنګي او د سولې په روانو هڅو كې د ديني عالمانو د ونډې اخيستې په اړه خبرې اترې وشوې.
د هغه په وينا، له وطن سره د مينې په روحيه، د پوهې او كسب زده كړې ته د خلكو هڅول، د كورني تاوتريخوالي په اړه تبليغات، د خلكو تر منځ د سولې ارزښت بيانول او د سولې په روانه پروسه كې عملي برخه اخيستل، هغه كړنې دي، چې د شمال زون ديني عالمان به يې په ترسره كولو له دولت سره مرسته كوي.
همداراز په دې غونډه کې د نشه يي توكو د كر، كارونې او قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د ښې حكومتوالۍ په برخه کې د تبليغاتو او خلك له دولت سره مرستې كولو ته د هڅولو او د ديني عالمانو د رول په اړه بحث وشو.
تدبير وويل، چې په ياد سيمينار كې افغان ځواكونو ته د امنيت د لېږد په روان بهير كې د ديني عالمانو مرسته او له ۲۰۱۴ كال وروسته كې د ديني عالمانو پر رول ژورې خبرې وشوې.
د بلخ ولايت د اسديه ديني مدرسې مدرس ذبيح الله حقجو پژواك اژانس ته وويل، چې دغه ډول سيمينارونه به ديني عالمان دې ته وهڅوي، چې له خپل دولت سره وږه په وږه د خلكو په خدمت كې پاتې شي.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې دولت په يادو برخو كې د ديني عالمانو نظريو ته پام وكړي؛ نو ډېرى ستونزې به په خپله د حل لاره پيدا كړاى شي.
همداراز له بغلان ولايت څخه راغلي ديني عالم سيدعالم سعيدي پژواك اژانس ته وويل، چې په ياد سيمينار كې له ديني عالمانو څخه په بېلابېلو برخو كې له دولت سره د مرستې غوښتنه وشوه.
نوموړي زياته كړه، دوى خوښ دي، چې دولت پرې د مرستې كولو غږ كړى او دوى هم دا خپله دنده ګڼي، چې د خپلې ټولنې د ويښولو په برخه كې مرسته وكړي.
د پوهنې وزارت د ديني تعليماتو د څانګې مشر ډاکټر شفيق صميم پژواك اژانس ته وويل، دوى هڅه كوي، چې په هېواد كې شته ځينې ستونزې د ديني عالمانو د تبليغاتو له لارې حل كړي.
نوموړي د بېلګې په توګه د كورني تاوتريخوالي يادونه وكړه، چې د عامو خلكو د پوهې د كچې د ټيټوالي له امله لا هم په افغان ټولنه كې دغه ستونزه شته ده، چې ديني عالمان يې د مخنيوي په برخه كې ښه كار كولى شي.
د هغه په وينا، دوى د هېواد د مركز په ګډون په اتو زونونو كې دغه ډول سيمينارونه جوړوي، چې تر دې مه يې په كابل كې ترسره كړي او ۱۵۰۰ ديني عالمانو په كې برخه اخيستې وه.