غزني ښار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): په غزني ښار کې له ماښام څخه لږه شېبه مخکې په چاودنه کې د جلب وجذب د قوماندان په ګډون څلور تنه ټپيان شول.
دا چاودنه نن د مرغومي په ٢٦مه، د ماښام په شاوخوا پنځو بجو د ښار د دويمې حوزې اړونده د سيند تر غاړې شوې ده.
د مسعود په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي و.
د نوموړي په وينا، کله چې د ملي اردو د جلب وجذب قوماندان عتيق الله له سيمې څخه پلى تېرېده، نو د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې ياد قوماندان، د هغه يو ساتونکى او دوه تنه ليلامي پلورونکي عام وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې چاودنې څلور تنه ټپيان وړوړل شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسلوالو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.