Language

جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): په لغمان ولايت کې د دولت څلور وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو وسلوالو د لغمان د مرکز اړوند کټل، هرمل، ابوزيو او نورو سيمو کې د ورانکارۍ فعاليتونه ترسره کول.

هغه زياته کړه، دغه کسان د  امنيه  قوماندانۍ په هڅو نن د سولې له پروسې سره يوځای شول.

ځواک زياتوي، د قوماندان نقيب الله په مشرۍ دغې څلور کسيزې ډلې له ځان سره څلور کلاشنکوفونه هم راوړي دي.

تسليم شوي قوماندان نقيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا غوليدلي وو او د نورو په لمسون يې په خپل وطن کې جګړې کولې.

Related Topics