جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): افغان او ايساف ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د دوو عملياتو پر مهال نهه شکمن کسان نيولي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د مرغومې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځواکونو يې تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د مولوي خالص په فاميليو، د لسمې او يوولسمې ويالو په سيمو کې د (عقاب ٩) په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې درې تنه شکمن نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.
د هاتفي په خبره، چې په عملياتو کې د وسلوالو له مقاومت سره هم مخ شوي او يوولس ميله وسله يې نيولې ده.
نوموړى زياتوي، ياد عمليات به، چې نن يې دويمه ورځ ده، دوه ورځې نور هم دوام وکړي.
ديو بل خبر له مخې، افغان او ايساف ځواکونو هم په خوګياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږ شکمن کسان يې نيولي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې ياد عمليات د خوګياڼو د وزيرو په پيره خېلو سيمه کې ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، له دغو کسانو يو ميل وسله هم نيول شوې او اوس تر پوښتنو لاندې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.