Language

په هرات کې د بې سرپناه ماشومانو لپاره د امن کور جوړ شو

هرات ښار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): په هرات کې د لومړي ځل لپاره د بې کوره ماشومانو لپاره د امن کور جوړ شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ځايي چاروکو د رسمي شمېرو پر بنسټ، ۷نیم زره بې کوره ماشومان په دې ولايت کې شته، خو په نوې جوړې شوې ودانۍ کې د ۵۰ ماشومانو د اوسېدو ځای شتون لري.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رييسې بصیرې محمدي د مرغومي په ٢٦مه، په يوه خبري غونډه کې وويل، چې تېر کال يې د یونيسف په مرسته هرات کې د سړک سر (خیاباني) ماشومانو سروې ترسره کړې وه.

د هغې په وينا، په دې سروې کې جوته شوه، چې په هر ات ښار کې ۷زره پنځه سوه ماشومان پرته له سرپرسته ژوند کوي، چې له دې ډلې څخه يې ٣٥٠٠ تر ټولو زیات بې وزله او له سرپنا سربېره، خوړو، ښوونې او روزنې او نورو ټولنيزو مرستو ته اړتيا لري.

محمدي وايي، اداره یې په ټول توان د دا ډول ماشومانو د سرپناه، ښوونې روزنې او ژوند د سمون هڅه کوي.

نوموړې زياته کړه، د يادې ودانۍ د جوړېدو لپاره يې له بېلابېلو خیریه موسسو سره یې اړیکې نیولې وې، چې په پاى کې په دې ولايت کې د ايټاليا ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) د پنځوسو ماشومانو لپاره يو شيلټر (امن کور) جوړ کړ.

د کار او ټولنيزو چارو رييسې وويل، چې په دې ودانۍ کې پنځوس ماشومان په يوه وخت کې اوسېدلى شي، اووه خونې، پخلنځى او نور ملحقات لري او ٦٠زره يورو لګښت پرې راغلى دى.

د هرات د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې مرستیالې مېرمن رحیمې حلیمي، د دې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، په دې ولايت کې د دا ډول ماشومانو ډېره زياته ده او دا ودانۍ ورته بسنه نه کوي.

Related Topics