Language

بټي کوټ کې مشهور طالب قوماندان ووژل شو

جلال اباد (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې يو سيمه ييز مشهور طالب قوماندان وژل شوى دى.

د بټي کوت ولسوال مېرزامحمد نصرت د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د دې و لسوالۍ په ډاګي سيمه کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې عمليات د افغان او ايساف ځواکونو د ځانګړو سرتېرو له خوا ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې يو سيمه ييز طالب قوماندان عبدالهادي، چې په توري مشهور و، وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په يادو عملياتو کې ګډو ځواکونو او يا هم ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سميع الله په نوم د سيمې اوسېدونکي هم د قوماندان عبدالهادي د وژل کېدو پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په بټي کوټ کې ډېرى عمليات هم د دغه قوماندان له لوري ترسره کېدل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې په د بټي کوټ ولسوالۍ د تېرې شپې په نښته کې يو طالب وژل شوى دى.

هغه د يو بهرني سرتېري د وژلو ادعا وکړه، خو ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې ورستيو کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيتي پېښې زياتې شوې او وسلوال طالبان ډېرى مهال د تورخم–جلال اباد لويې لارې ته راوځي او پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ډزې کوي.

Related Topics