Language

د غزني د محبس دوه بنديان ووژل شول

غزني ښار (پژواک ۲۷ مرغومى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په محبس کې د زندانيانو او پوليسو ترمنځ په نښته کې دوه زندانيان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د مرغومي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې وړمه ورځ د يو بندي پايواز غوښتل، چې خپل بندي ته د چاى ترموز يوسي، خو کله چې دغه ترموز د پوليسو له لوري کتل شوى، په هغه کې يو ډول نشه يي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

نوموړي د نشه يي توکو ډول په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه، چې د دغه کس له نيول کېدو وروسته پوليسو د محبس له خونو ټول هغه ترموزونه راټول کړل، چې بنديانو ته د خپلو کورنيو غړو راوړي وو.

د هغه په وينا، له هغه وروسته بنديانو غوښتل پر پوليسو بريد وکړي، د محبس د خونو درې دروازې يې ماتې کړې او د بهر وتو هڅه يې کوله، چې د پوليسو له لوري ورباندې ډزې وشوې.

احمدي وويل، د دغو ډزو په ترڅ کې يو زنداني ځاى پر ځاى ووژل شو، يوه ټپي شوي نن سهار په روغتون کې ساه ورکړه او لس نور تر درملنې لاندې دي.

نوموړي زياته کړه: ((ترموز راوړونکى کس د پوليسو له لوري نيول شوى او هغه دوکاندار هم نيول شوى، چې ترموز ترې اخيستل شوى دى.))

د مرستيال په وينا، په وژل شوو او ټپيانو کې سياسي او جنايي بنديان شامل دي.

خو د غزني په محبس کې يو بندي عبدالصبور د ټيلېفون په کرښه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى وړمه ورځ له دې امله اعتصاب وکړ، چې ولې يې دوسيې نه څېړل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې بنديانو اعتصاب وکړ، نو پوليس دننه خونو ته ورغلل او له ټولو څخه يې د چاى ترموزونه ټول کړل او کله چې بهر ووتل پر بنديانو يې بريد وکړ.))

د هغه په وينا، په خپله د محبس امر او مرستيال يې، چې تومانچې يې په لاس کې وې پر بنديانو له بامه ډزې وکړې، چې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد پژواک اژنس ته وويل، چې نن سهار يوه بندي د زياتو ټپونو له امله ساه ورکړه او درې تنه نور، چې روغتيايي حالت يې خراب و، د درملنې په موخه يې کابل ته واستول شول.

د هغه په وينا، ۷ نور ټپيان، چې اوس مهال د غزني په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، روغتيايي حالت يې ښه دى.

Related Topics