Language

د هرات يو څارنوال د بډو اخيستو په تور ونيول شو

هرات (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩١): د هرات چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې يو څارنوال او پوليس د بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.

په لوېديځ کې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر محمدطاهر عنبري پژواک خبري اژانس ته وويل، د هرات د استيناف څارنوالۍ د تحقيق او عمومي جزا د څانګې اړوند څارنوال، نن له غرمې وروسته نيول شوى دى.

ده زياته کړه، دغه کس د ملي امنيت او د دوى د ادارې د ګډ پلاوي له لوري له خپل يوه ساتونکي سره هغه مهال لاس په لاس ونيول شو، چې د هرات ښار په يوه هوټل کې يې د يوې دوسيې په سر د هرات له يوه اوسېدونکي څخه پنځوس زره افغانۍ بډې اخيستې.

د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش، پژواک ته د ملی امنيت له خوا د يوه تن د نيولو خبر تاييد کړ؛ خو په دې اړه له نورو جزئياتو ورکولو څخه يې ډډه وکړه.

دى وايي، پېښه له رسمي وخت وروسته رامنځ ته شوې، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.

Related Topics