Language

جلال اباد (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال يې نيول شوې وسلې، د ډياګ پروګرام ته وسپارلې.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې وسلې يې په تېرو څو مياشتو کې په بېلابېلو ولسواليو کې نيولې دي.

د هغه په وينا، په يادو وسلو کې ١٢ کلاشينکوفونه، ١٢ تومانچې، يو راکټ، يوه پيکا، يو دوه ټکه ټوپک او يو شمېر نور شاجورونه او مهمات شامل دي.

نوموړي زياته کړه: ((نن موږ دغه ټوله وسله د ډاياګ پروګرام ته وسپارله او هڅه کوو، چې د ناقانونه وسلو مخه ونيسو او د ډاياګ پروګرام ته يې وسپارو.))

د يادونې ده، چې امنيه قوماندان د ناقانونه وسلو د مخنيوي خبره په داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې په ښکاره ډول عام وګړي وسلې ګرځوي.

Related Topics