جلال اباد (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): د عامې روغتيا وزارت غواړي په نږدې راتلونکي کې په ننګرهار ولايت کې زر بستريز روغتون جوړ کړي.
دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ناجيې طارق د مرغومي په ٢٧مه په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو د فارغېدو د مراسمو پر مهال وکړې.
هغې زياته کړه، چې وزارت د دغه ولايت په حصارشاهي دښته کې د زر بستريز روغتون جوړولو نيت درلود، خو د ځمکې د ستونزې له امله يې کارونه وځنډېدل.
ناجيې وويل، چې د ننګرهار ولايت مقام ورته ځمکه ځانګړې کړې او ډېر ژر به د دغه روغتون کار په رسمي ډول پيل شي.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى په حصارشاهي دښته کې د ياد روغتون لپاره څلور سوه جريبه ځمکه د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړه.
نوموړي دغه راز د غني خېلو ولسوالۍ له روزنيز مرکز څخه فارغو ٥٠ قابله ګانو ته د طبي وسايلو د پېرلو لپاره لس زره امريکايي ډالر هم د شېرزي بنسټ له خوا ورکړل.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې يادو قابله ګانو ته د ولادت، د مور او ماشوم ناروغيو په برخه کې درې مياشتنۍ روزنه ورکړل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دا قابله ګانې به تر فارغېدو وروسته په خپلو اړوندو لرو پرتو ولسواليو کې دندې ترسره کوي.
ډاکټر شېرزاد د نوي زر بستريز روغتون په اړه وويل، چې د ننګرهار اوسنى ملکي روغتون د ختيځ په کچه تر ټولو لوى روغتون دى، خو د مراجعينو د زياتوالي او د وسايلو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دى.
د هغه په وينا، دغه روغتون ته د څلورو ختيځو ولايتونو ترڅنګ د کابل د سروبي او د کاپيسا ولايت ناروغان هم ور وړل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د نوي زر بستريز روغتون په جوړېدو سره به د دوى ډېرې روغتيايي ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وويل، چې نوى روغتون به په ټولو عصري وسايلو سمبال وي او متخصص ډاکټران به ولري.
د هغه په وينا، د دغه روغتون تر جوړېدو وروسته به څوک پاکستان ته د درملنې لپاره نه ځي.