جلال اباد (پژواک ٢٨ مرغومى ٩١ ): د جلال اباد ښار د مېوو او سبزۍ په منډوي کې له پلورونکو او اخيستونکو څخه غير قانوني پيسې اخيستل کېږي.
خلک وايي، چې د مارکېټ مخې ته صندوقونه اېښودل شوي، څوک چې په مارکېټ کې يو من سبزي او يا مېوه واخلي، نو مسوولين ورته وايي، چې په دې صندوق کې لس روپۍ واچوي.
دغه راز د ولسواليو هغه اوسېدونکي، چې خپله سبزي او يا تازه مېوه دې مارکېټ ته د خرڅلاو لپاره راوړي، هم شکايت کوي، چې مسوولين غير قانوني پيسې اخلي.
د هسکې مېنې اوسيدونکى عارف شينوارى، چې په يادې منډوي کې د ميوې کاروبار کوي د مرغومي په ٢٨مه په دې مارکېټ کې پژواک اژانس ته وويل چې يادې منډوي ته د هرې لارۍ په ورتګ سره ترې نهه سوه افغانۍ اخلي او ورسره په خوا کې ترې دوه زره افغانۍ د ښاروالۍ د صفايۍ په نوم اخلي.
هغه زياته کړه :(( دغه کار د يو څه وخت لپاره بند شوى و، خو اوس بيا پيل شوى ، څوک چې په مارکېټ کې دننه هر څه اخلي له هغه لس روپۍ اخيستل کېږي.))
نوموړى وايي، چې په هره لارۍ کې په سلګونه کارتنه مېوه موجوده وي، چې پر سر يې لس روپۍ اخلي، نو د لارۍ پر سر په زرګونه پيسې دوى په غېر قانوني ډول جيبونو ته اچوي.
رحيم الله، چې زرنج کې يې د مالټو کرېټونه بار کړي او د صندوق خاوندانو ته يې پېسې ورکولې، پژواک اژانس ته وويل ، يواځې دا نه دي، چې پېسې ورکوي، بلکې هر تن چې له منډوي راوځي هغه که لږه او يا ډيره مېوه اخيستې وي ، بيا هم ترې پېسې اخلي.
دى وايي : (( دا پيسې غېر قانوني دي، ځکه که د سراى وانۍ پيسې اخلي، نو هغه خو د مال له څښتن څخه اخلي، نو دا د خروج پيسې د څه لپاره اخلي ؟))
رحيم الله زياته کړه : (( ته فکر وکړه شاوخواپنځوس زره کرېټونه له دې منډوي څخه وځي د هر کرېټ په سر لس روپۍ غېر قانوني اخلي دا څومره پېسې کيږي؟))
د شفيع الله په نامه يو تن کراچيوان هم ورته خبره کوي او وايي چې د منډه يي په دروازه کې ترې هره ورځ غير قانوني پېسې اخلي:
هغه زياته کړه (( د يوه کارتن روميانو او يا هم د بلې مېوې په بدل کې رانه لس روپۍ اخلي، مخکې بندې شوې وې او اوس بيا پيل شوي. ))
د نوموړي په خبره، منډوي اوس په شهر ناپرسان بدله شوې او څه چې د منډوي د قرار دادي خوښه وي هماغه کوي.
د ياد مارکېټ منشي زاهد الله دا خبره په کلکه ردوي، چې ګواکې دغه پېسې مخکې د دولت له لوري بندې شوې وې.
هغه پژواک اژانس ته وويل: (( دا پيسې مخکې هم موږ اخيستې او اوس يې هم اخلو او بيا به يې هم اخلو ځکه موږ يې قرار داد نيولى او د مياشتې پېسې دولت ته ورکوو، نو اړ يو چې پيسې واخلو.))
نوموړي زياته کړه : (( موږ له دوکاندارانو څخه پيسې نه اخلو، خو څوک چې مال راوړي له هغوى يېسې اخلو او څوک يې چې واخلي او وځي له هغوى يې هم اخلو.))
د زاهد الله په وينا، له دوى سره دوکاندارانو دا موفقه کړې ، چې دوى ورته په خپله خوښه پېسې ورکوي.
هغه زياتوي : (( خلک شخصي ستونزې لري، نو موږ باندې غلطې دعوې کوي او څرنګه چې د کابل مارکيټ دى همدا ډول زموږ هم دى.))
د ده په خبره، چې د موټرو نه هېڅکله هم اضافه پېسې نه اخلي، يواځې ترې شل افغانۍ د سراى وانۍ اخلي.
پژواک هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په هکله د ننګرهار د ښاروالۍ نظر هم واخلي، خو د مرغومي په ٢٨مه ټوله ورځ د ښاروالۍ په دفتر کې مسوولو مامورينو شتون نه درلود.
د ښاروالۍ يوه ساتونکي پژواک ته وويل : ((وروه! نه معاون صېب شته نه ښاروال صېب او نه هم د پلټنې مدير.))
دپژواک خبريال هڅه وکړه، چې ديادې موضوع په اړه د ننګرهار د ولايت نظر هم واخلي ، خو د ولايت د دروازې مخې ته په رسيدو ، ساتونکو وويل چې د ولايت مرستيال ورته امر کړى ،چې هېڅوک دننه پرېنږدي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ضابط امير محمد ديادې موضوع په اړه پژواک ته وويل، چې خپل مايکونه او کمرې په کورونو کې کېږدئ او ځان په چا مه وژنئ.
هغه زياته کړه : (( مه په چا ځان وژنئ او نه موږ ته لانجه پيدا کوئ، ټول افغانستان له فساده ډک دى ، هېڅ نشئ کولى .))
ده نور خبرې اوږدې نه کړې ،خو ويې ويل چې دلته د زورواکو باچاهي ده ، نه د قانون.
د ننګرهار د ولايتي شورا يوه بل غړي بصير ګلاب پژواک ته وويل ، چې د ولسمشر د ٤٥م ګڼه فرمان له مخې، ټولې غير قانوني پېسې بندې شوي، هغه زياته کړه :(( دا ټول زور يې عام ولس ته راوځي او دا يوه عامه غلا ده.))
د هغه په وينا، مخکې يې ياده ستونزه څو ځله له حکومت سره شريکه کړې ،خو چا پرې غور نه دى کړى.
د بصير ګلاب په خبره ، تر څو چې په ټولنه کې قانون نه وي حاکم شوى، تر هغه ياده ستونزه نه شي هوارېدى.