Language

د نجراب ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر ووژل شو

محمودراقي ( پژواک ٢٨مرغومى ٩١): دکاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر ووژل شو او دوه پوليس ټپيان شول.

د نجراب ولسوال عبدالودود حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وړمه شپه ددې ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر عبدالعليم حيدري له يو شمير نورو پوليسو سره  د نجراب د افغانيه درې  د دليخېلو کلي ته د  ملانادر  د نيولو لپاره ولاړ.

د ده په وينا، ملا نادر په وژنو او وسلوالو غلاوو کې لاس لري.

ولسوال وايي، چې ملانادر له خپل کور څخه پر پوليسو ډزې وکړې ، چې په پايله کې يې عبدالعليم حيدري ووژل شو او دوه  پوليس ټپيان شول .

سرچينه زياتوي، چې امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته په سيمه کې عمليات پيل کړي، خو ملانادر لادرکه شوى او تر اوسه نه دى نيول شوى .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې وړمه شپه په ياده سيمه کې پوليسو د دوى پر کسانو چاپه ووهله، چې په پايله کې يې د نجراب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر او يو بل پوليس ووژل شو .

دى وايي، چې په ياده يو ساعته نښته کې  يو شمير پوليس ټپيان شوي هم دي او د دوى کسان  دجګړې له سيمې په خوندي توګه وتلي دي.

Related Topics