هرات ( پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۱) : د هېواد په بېلابېلو سيموکې لاهم يو ميليون کسان د ماينونو ساحوته نږدې مېشت دي او ژوند يې ددغه پټ دښمن لخوا کواښل کېږي .
دغه څرګندونې دطبيعي پېښو پر وړاندې دچمتووالي ادارې رييس محمد دايم کاکړ تېر مازيګر په هرات ولايت کې له ماينونو او ناچاوده توکوڅخه ددغه ولايت د درېيو ولسواليو دپاکېدو په مناسبت رابلل شوې غوڼدې ته وکړې .
هغه زياته کړه ،چې دغه ماينونه او ناچاوده توکي په ۵۹۹ کيلومتره مربع ساحه کې خښ شوي دي .
کاکړ زياته کړه ،چې ددوی د راپورونو له مخې،در کاله وړاندې هره مياشت په هېواد کې تر دوو زرو تنو پورې دماين او ناچاودو توکو په وسيله ټپيان او وژل کېدل ، خو اوسمهال دغه شمېره په هره مياشت کې ۴۵ تنو ته رسېدلې ده .
کاکړ د ملګرو ملتونو د ۱۳۳ ميليون ډالره مرستې د ژمنې خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې افغانستان يوه مياشت وړاندې په ژنيو کې دملګرو ملتونو دماين پاکۍ ادارې په غونډه کې دغه پيسې غوښتې وې ،چې منل شوې دي .
هغه زياته کړه ،چې کرخ ، اوبې او چشت شريف دهرات هغه ولسوالۍ دي ،چې د ماينونو له شتون څخه پاکې شوې او ټاکل شوې ،چې تر ۲۰۱۸ زېږديز کال پورې ټول هرات او تر ۱۰۲۳ کال پورې ټول افغانستان له ماينونو پاک شي .
کاکړ په تېرو درېيو لسيزو کې دماين پاکۍ موسسوکړنې وستايلې او زياته يې کړه : (( ماين دبشريت لپاره يو خطر دی ، زموږ دنده دماين لرونکو ساحو تشخيص دی ،چې وروسته دماين پاکۍ موسسې لخوا پاکېږي .))
دهيلوترست په نوم دماين پاکۍ موسسې رييس فريدهمايون هم دخپلو فعاليتونو د راپور وړاندې کولو پر مهال وويل ،چې دهرات په يادو درېيو ولسواليو کې په ټولييزډول ۵۴ کيلو متره مربع ځمکه ،چې ۳۰ کيلومتره پکې جنګي ساحې دي ، دماين پاکۍ تر پوښښ لاندې وې ،چې ټولې يې په وروستيو پنځو کلونو کې پاکې شوې دي .
هغه زياته کړه ،چې په دغو ولسواليو کې دوه سوه زره کسان دماين له خطر سره مخ وو، چې ساتل شوي دي .
د همايون په وينا، د هرات ۱۲ نورې ولسوالۍ په ځانګړي ډول دغوريان ، کهسان ، شينډنډ او ادرسکن سرحدي ولسوالۍ دماين له خطر سره مخ دي ، خو دغه ساحې به هم دپلان له مخې پاکې شي .
هيلوترست له ۲۰۰۸ زيږديز کال څخه وروسته په هرات او نږدې ۲۵ کاله وړاندې په افغانستان کې کار پيل کړی او تر دې دمه يې ۲۱۱ زره ماينونه او ۹،۳ ميليونه ناچاودي توکي او مهمات هم کشف او شنډ کړي دي.
ددغې موسيسې رييس زياته کړه ،چې په دغو پنځو کلونو کې په هرات کې ددوی تر کار لاندې ساحو کې يو پخوانی ماين هم نه دی چاودېدلی ، دوی له هغو ماينونو سره کار نه لري ،چې دوسلوالو مخالفينو لخوا د سړک پر غاړو ځای پر ځای کېږي او دا يوه جدي مسله ده .
دا په داسې حال کې ده ،چې دملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوي ، چې د ۲۰۱۲ زيږديز کال په دويمه نيمايي کې په افغانستان کې دملکی وګړو دمرګ ژوبلې کچه ۳ سلنه زياته شوې او په دې مهال ۹۶۷ ملکي وکړی وژل شوي او۱۵۹۰ تنه نور ټپيان دي .
دملګرو ملتونو دمعلوماتو له مخې، ددغې مرګ ژوبلې ۸۰ سلنه دوسلوالو طالبانو لخوا ،چې دسړک غاړې ماينونو چاودنې هم پکې شاملې دي او شپږ سلنه يې ددولتي ځواکونو لخوا ترسره شوې دي ، خو طالبانو بيا دغه راپور رد کړی و .