Language

په مزار کې ديوه لوى مارکېټ د سوځېدو مخه ونيول شوه

مزار شريف (پژواک ٢٨ مرغومى ٩١ ) : د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې ديوه لوى سوداګريز مارکېټ  دسوځېدو مخه ونيول شوه.

د حاجي جوزجاني په نامه دغه مارکېټ د مزار شريف د روضې زيارت شمال لور  ته په ١٠٠ مترۍ کې موقعيت لري.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل، چې ددغه مارکېټ د دويم پوړ په يوه دوکان کې نن سهار په لسو بجو اور لګېدلى و.

هغه زياته کړه، چې د اطفايې لخوا په بېړنۍ توګه او سختو هلو ځلو دغه اور په وخت مړ شو او   د نورخورېدو مخه يې ونيول شوه.

دا چې اور ولې لګېدلى و او څومره زيان اوښتى، قادري وويل ،چې دا له وخته مخکې ده او تر څيړنو وروسته به معلومه شي.

ددغه مارکېټ ددويم پوړ يوه دوکاندار مطيع الله پژواک اژانس ته وويل ، په کوم دوکان کې چې اور لګېدلى و، هغه نن بند و.

د نوموړي په وينا، دا دسيمسارۍ دوکان دى او داټکل له مخې پکې د پنځوس زرو افغانيو په ارزښت توکي سوځيدلي دي.

د مطيع الله په وينا، اور په وخت مړ کړاى شو، يواځې په خوا کې يې يو بل دوکان لږ زيانمن شوى او د نورې اور لګېدنې مخه ونيول شوه.

ديادونې  ده، چې درې کاله مخکې همدغه مارکېټ اور اخيستى و، چې له امله يې خلکو ته ميليونونه ډالر زيان اوښتى و.

Related Topics