ښرنه(پژواک،٢٩مرغومى٩١): د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونکو ګواښ وکړ، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسي یې معاشونه، نه دي اخیستي او که معاشونه ورنکړل شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي اوډېری ښوونکي به دندې پرېږدي.
دوى وايي، چې څو ځله د پکتيکا د پوهنې ریاست ته ورغلي ،خوهغوی يې په یوه او بله پلمه تېرباسي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند دحضرت بلال لېسې مدیر عبدالحمید پژواک خبري اژانس ته وويل : ((څلورمیاشتې تېرېږي، خوتراوسه یوه ښوونکي هم معاش نه دی اخیستی.))
نوموړي زیاته کړه، چې په ښوونځي کې د ملازمانوپه ګډون د۶۰ په شاوخواکې ښوونکي لري،چې ډېری بې وزله اوناداره دي.
ده ګواښ وکړ: (( که دولت ژر ترژره زموږ غم ونه خوري په لاریونونو به لاس پورې کړو او راتلونکي ښوونيز کال کې به ډېری ښوونکي دندې پرېږدي.))
د ښرنې د یوبل ښوونځي ښوونکي محمداکرم هم وویل، چې څلورزره افغانۍ معاش لري، خو هغه هم په وخت نه اجرا کېږي.
نوموړى وايي، چې دی خپله په همدې څلورزره معاش خپل کورچلوي ،خوله تېرو څومیاشتو راهیسې د اړتیا وړ توکي په پور اخلي.
د پکتیکا د ولسوالیو ښوونکي هم له ورته ستونزې سرټکوي او وايي، چې له تېرو څلورو ،پنځومیاشتو راهیسي یې معاشونه ، نه دي اخیستي .
دغه ښوونکي دپوهنې وزارت له چارواکيو غوښتنه کوي، چې ژر ترژره دې ددوی غمه وخوري، که نه ګڼ شيمر ښوونکي به خپلې دندې پرېږدي .
دمټاخان ولسوالۍ د حضرت عالي لېسې سرښوونکي محمد انور وویل ،یواځي ښوونکي دي، چې نن سبا ترهرچا ډېر کارکوي اود ټولنې مهمه او اړینه برخه ده ،خودې برخې ته هېڅوک پاملرنه، نه کوي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست یوې سرچینې هم دنوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل، چې دپکتیکادمرکز په ګډون دټولو ولسوالیو دښوونکو دڅلور،پنځو او شپږو میاشتو معاشونه ، نه دي اجرا شوي.
د سرچینې په وينا، دمعاشونو د نه اجراکېدو لامل دا دى، چې د پوهنې ریاست سږ کال دعادي بودیجې له کمښت سره مخ شو او ددوی دغه معاشونه به په نوي مالي کال کې اجرا کېږي.
سرچینې زیاتوي، چې دپوهنې رییس په دې برخه کې مرکز ته تللی و، څو د یادو ښوونکولپاره دغه معاشونه له نوې بودیجې څخه اجرا شي.
د پکتیکا دمستوفیت ادارې سرپرست محمدشاه باوري هم وايي، چې په منځني ډول دپکتیکا دښوونکو دتېرو څلورو میاشتو معاشونه، نه دي اجرا شوي.
دده په خبره ، دپوهنې ریاست دوی ته د معاشاتو حوالې هم سپارلې دي،د پیسو چکونوته ورسېدې، خو دغه ریاست په ۱۳۹۱ مالي کال کې دعادي بودیجې له کمښت سره مخ شو اودغه معاشونه وځنډېدل.
پژواک اژانس هڅه وکړه ، چې دپکتیکادپوهنې درییس نظر هم واخلي ،خوبریالي نه شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP