چاريکار (پژواک،٢٩مرغومى٩١): درې افغان کارکوونکي،چې د بګرام په هوايي ډګر کې يې له بهرنيانو سره په قراردادي توګه کار کاوه، تېره شپه د يوې ودانۍ د چت د رالوېدو له امله مړه شوي دي.
د ايساف لخوا نن د (مرغومي په ٢٩مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا درې تنه د ايساف قرارداديان او د يوه افغان شرکت کارکوونکي وو.
ايساف ويلي، چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د پېښې د رامنځته کېدو پرمهال د ميدان په شاوخوا کې کوم ورانکارى فعاليت نه دى تر سترګو شوى.
په افغانستان کې د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال جان الن د پېښې د قربانيانو کورنيو سره خپله همدردي ښودلې او تسليت يې ورته ويلى دى.
د ايساف ځواکونو خبرپاڼه د جان الن په حواله ليکلي دي چې د پېښې څېړنه به وکړي او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره به ګامونه واخستل شي.
عبدالله دانش، چې د پېښې د يوه قرباني ٢٥ کلن احمد رشاد نږدې خپلوان دى او د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د تېرې شپې په پېښه کې مړه شوي کسان نن د خپلو خپلوانو لخوا په بګرام ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل کېږي.
خو هغه وايي، چې د خاله زوى او ورسره دوه نور ملګري يې تر اوسپنيزې خيمې لاندې شوي دي، چې د ډېرې واورې له امله تېره شپه ړنګ شوه.
دانش وويل، د خاله زوى يې او دوه نور مړه شوي کسان، چې د بګرام اوسيدونکى و، له يوه کال را هيسې يې له (طلوع نور) ساختماني شرکت سره کار کاوه.
سرچنيې زياته کړه، چې لومړى درې واړه ټپيان شوي وو، خو کله چې روغتون ته ورسول شول په روغتون کې يې ساه ورکړه.
د بګرام په هوايي ډګر کې يوه ژباړونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل ،چې په دې پېښه کې تر ١٠ ډېر افغان کارکوونکي ټپيان شوي هم دي.
د پروان د والي ويانده روشنا خالد د پېښې پخلى کوي ،خو وايي چې په دې اړه نور معلومات نه لري.
د بګرام هوايي ډګر د ايساف ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز دى ،چې تر ډېره د افغان دولت د مخالفو وسلوالو پر ضد عمليات له همدې ځايه پلان او ترسره کېږي.