Language

ايساف په ننګرهار کې د يو طالب قوماندان د وژلو ادعا وکړه

جلال اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): ايساف وايي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه يې په ننګرهار ولايت کې يو طالب قوماندان وژلى دى.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغو عملياتو پر مهال د قاري سيد ولي په نوم يو سيمه ييز طالب قوماندان وژل شوى او د هغه بل ملګرى ژوندى نيول شوى دى.

ايساف ادعا کړې، چې قاري سيد ولي پر لويو لارو د ماينونو ښخولو او د ولسوالۍ پر ودانۍ په شوو بريدونو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دغو عملياتو پر مهال دوه نور شکمن کسان هم نيول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل، چې په دغو عملياتو کې يو مخالف وژل شوى او دوه نيول شوي دي.

وسلوالو طالبانو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دغه ولايت په لال پورې ولسوالۍ کې د څلورو سرحدي پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.

په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو د قوماندانۍ وياند ادريس مومند بيا دغه ادعا رد کړه.

Related Topics