جلال اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د د دولت د وسلوالو مخالفينو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړو لورو ته د درنو مرګ ژوبلو ادعاوې کيږي.
د اچين ولسوال معلم معشوق د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غرمې له دولسو بجو راهيسې د اچين د عبدالخېلو په جنجال شګۍ کې د وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، په سيمه کې شاوخوا ٥٠ وسلوال يې کلابند کړي چې درنه مرګ ژوبله يې وراړولې ده.
د سرحدي پوليسو يوه چارواکي چې د نوم له ښودلو يې ډده وکړه، پژواک ته وويل، په نښته کې پنځه وسلوال وژل شوي او له اووه زيات ټپيان دي.
دى وايي، په سيمه کې جګړه لا هم روانه ده او د دولت لوري ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د خالص په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په نښته کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو د تره زوى يې هم ټپي دى.
د غني خېلو د روغتون امر ډاکټر رحمان ګل وايي، د جګړې له سيمې دوى ته يو ټپي پوليس او پنځه عام وګړي وروړل شوي دي.
هغه پژواک ته وويل چې په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک دى.
بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په سيمه کې جګړه له غرمې راهيسې دوام لري چې څلور پوليس په کې وژل شوي او دوه ټپيان دي.
دى زياتوي چې په جګړه کې د دوى دوه وسلوال هم ټپيان شوي دي.