هرات (پژواک٣٠مرغومى٩١): د هرات د انجيل ولسوالۍ لسګونو کسانو د دې ولايت د ښاري څارنوالۍ د رييس پرضد لاريون وکړ او هغه يې د ځمکو پر غصب تورن کړ.
د حاجی ملوک، په نوم يوه تن د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د هرات د څارنوالۍ مامورين له غاصبانو سره مرسته او د خلکو شخصي ملکيتونه لوټي، زمونږ پلرنۍ ځمکه د کهسان ولسوالۍ، رباط سرخ د سيمې څو تنو زورورو لاندې کړې او څارنوالۍ يې ملاتړ کوي.))
سرچينه وايي، لاريون کوونکو ګواښ کړى، که حکومت يې د ستونزو حل ته پاملرنه ونه کړي، نو په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.
خو د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس ګل احمد رامش، خبريالانو سره په خبرو کې په خپله اداره لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل.
نوموړي زياته کړه، د انجيل او کهسان ولسواليو د خلکو ترمنځ د يوې دښتې پر سر لانجه درلوده.
د ده په خبره، تېرکال د دواړو خواوو په غوښتنه د ولايت له خوا يو باصلاحيته پلاوي ته د موضوع د څېړنې دنده سپارل شوې وه.
سرچينه زياتوي، چې د دغه پلاوي د څېړنو په پايله کې ياده دعوه د کهسان ولسوالۍ د رباط سرخ د خلکو په ګټه تمامه شوه.