مزارشريف (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د بلخ ولايت د استيناف محكمې مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د كار او ټولنيزو چارو رييسه د اداري فساد په تور نغدي جريمه شوې او پنځه كاركوونكي يې په څه باندې دوه كاله بند محكوم شول.
د بلخ د استيناف رييس فضل الرحمن فضلي د مرغومي په ۳۰مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د كار او ټولنيزو چارو د رييسې ګلالۍ هوتك په ګډون د دغه رياست پنځه كاركوونكي د شهيدانو او معلولينو لپاره په ځانګړې شوو پيسو کې د درغلۍ په تور محكمه شول.
نوموړي زياته كړه، يادو كسانو هڅه كوله، چې د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو ډېره اندازه پيسې له دغه رياست څخه په جعلي توګه وباسي.
د هغه په وينا، د يادې محكمې د څارنوالۍ برخې ياده پېښه كشف او ترسره كوونكي يې، مخكې له دې چې په خپلې دې غير قانوني چارو كې بريالي شي، ونيول.
د استيناف محكمې رييس وويل، چې د مزارشريف ښار لومړنۍ محكمې د كار او ټولنيزو چارو رييسه د يادې موضوع په اړه د وظيفوي غفلت له امله نغدي جريمه او د ياد رياست څلور كاركوونكي يې د پيسو د حيف و ميل كولو د هڅې په تور پر دوه نيم كاله بند محكوم كړل.
نوموړي زياته كړه، چې د كار او ټولنيزو چارو رييسه نه ده نيول شوې؛ خو د يادې پېښې د څېړلو په موخه به د استيناف په غونډو كې ګډون کوي.
د هغه په وينا، د ياد رياست څلور كاركوونكي په استيناف محکمه كې تر نظارت لاندې دي.
پژواك اژانس د كار او ټولنيزو چارو له رياست سره د دې موضوع په اړه د معلوماتو غوښتلو هڅه وكړه؛ خو د رياست رييسې ګلالۍ هوتك له معلوماتو وركولو ډډه وكړه.
د بلخ ولايت د مقام مسوولينو هم د يادې موضوع پخلى وكړ.
د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد پژواك اژانس ته وويل، چې د تېرې اونۍ په ترڅ كې د كار او ټولنيزو چارو رياست پنځه كاركوونكو چې له دغه رياست څخه يې د يوې اندازه پيسو ايستلو هڅه كړې وه، نيول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې دوى د يو نامعلوم درك له مخې، د زياتو پيسو ايستلو په ترڅ كې د امنيتي ارګانونو له خوا كشف او نيول شوي دي.
د هغه په وينا، لا هم د نيول شوو كسانو دوسيه تر كار لاندې ده.