ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٩ کلنو لوبډلې لپاره د ازموينې لومړى پړاو بشپړ شو

author avatar
19 Jan 2013 - 16:58
author avatar
19 Jan 2013 - 16:58

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکلو په موخه په ازاد ډول له سلګونو لوبغاړو څخه په اخيستل شوې ازموينه کې ٢٣ نوي لوبغاړي وټاکل شول.

د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه ورځنۍ ازموينه د تېرې چهارشنبې په ورځ د ٢٠١٣ زېږديز کال د جنورۍ په ١٦مه نېټه د ننکرهار ولايت د غازي امان لله خان په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوې کمېټې تر څارنې لاندې پيل او د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

هغه زياته کړه، چې په دې ازموينه کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او د پاکستان له افغان پنډغالو څخه تر ٣٥٠ زيات لوبغاړي راغلي وو، چې تر ازموينې وروسته له دوى څخه ٢٣ هغه لوبغاړي وټاکل شول، چې د کرکټ په بېلابېلو برخو کې يې وړتيا درلوده.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود وايي، چې دغه ازموينه په ډېره رڼه او خپلواکه توګه ترسره شوه او ټولو راغلو لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، څو خپله وړتيا وښيي.

هغه زياته کړه، کرکت بورډ د ټولو افغانانو دى او هر څوک کولى شي چې د ازاد رقابت له لارې د هېواد ملي لوبډلو ته لاره پيدا کړي او د خپل هېواد استازيتوب وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وايي، چې په نولس کلنو لوبډله کې له پخوانيو لوبغاړو څخه ۱۱ يې داسې دي چې عمرونه يې تر اوسه له ۱۹ کلونو څخه کم دي ځکه نو دوى ته به په نوې لوبډله کې ځاى ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، چې ١١ پخوانيو او ٢٣ نوو لوبغاړو ته په نږدې راتلونکي کې دوه روزنيز کمپونه په لاره اچول کېږي، چې تر دغو تمريناتو او روزنيزو کمپونو وروسته به د هېواد د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لپاره ١٤ کسيز ټيم جوړ شي.

بايد وويل شي چې د هېواد د ١٩ کلنو لوبډله د ٢٠١٣ زېږديز کال په مې مياشت کې په ماليزيا کې کېدونکي د کرکټ ايليټ جام سياليو کې ګډون کوي او له خپلې اتلولۍ څخه دفاع ته دريږي.

د يادونې ده، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډله په ٢٠١١ زېږديز کال کې د ١٩ کلنو اسيايي سياليو ايليټ جام اتلولي خپله کړې وه.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.