ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي : پاکستان طالب بنديان له امريکا سره پر معاملې خوشې کوي

شنونکي : پاکستان طالب بنديان له امريکا سره پر معاملې خوشې کوي

author avatar
19 Jan 2013 - 13:30
شنونکي : پاکستان طالب بنديان له امريکا سره پر معاملې خوشې کوي
author avatar
19 Jan 2013 - 13:30

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩١): د سياسي چارو ځيني کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان د يو شمېر طالب مشرانو په نيولو سره هم سوداګري کړې وه او اوس يې پر خوشې کولو هم کوي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ملا برادر په ګډون ټول طالب بنديان به خوشې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني د مرغومي په ۲۹مه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې يو شمېر طالب بنديان يې خوشې کړي او ډېر ژر به د ملا برادر په ګډون پاتې نور طالب بنديان هم خوشې کړي.

د سياسي چارو کاپوه محمديونس فکور پژواک اژانس ته وويل، پاکستان اوس غواړي چې د ډيپلوماتيکو لارو چارو خپله لوبه پر مخ بوځي او دا هېڅکله په دې معنا نه ده، چې ګواکې پاکستان د افغانستان لپاره اخلاص لري.

د هغه په وينا، پاکستان پخوا هم دغه طالب بنديان د دې لپاره نيولي وو، چې له امريکا يې پيسې پرې واخيستې او اوس يې بېرته هم د پيسو په مقابل کې خوشې کوي.

نوموړي زياته کړه، خوشې شوي طالب بنديان هغه څوک دي، چې پاکستان ته يې له لومړي سره خوند نه ورکاوه او د سولې پروسې ته په يو ډول ژمن وو او غوښتل يې چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د فکور په خبره: ((پاکستان غواړي د کرزي اداره تجريد کړي او خوشې کېدونکي طالب بنديان بېرته د جګړې ليکو ته ولېږي.))

د سياسي چارو بل کارپوه محمدحسن حقيار که څه هم د پاکستان پر دغه اعلان خوښي څرګندوي او هرکلی يې کوي، خو زياتوي چې پاکستان د دغو طالب مشرانو پر نيولو هم سوداګري کړې وه او اوس يې پر خوشې کولو هم تجارت کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستان دا هر څه د امريکا په خوښه کوي، د امريکا په خوښه يې نيولي وو او اوس يې د امريکا په خوښه او غوښتنه د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کوي.

د حقيار په وينا، امريکا نور د افغانستان جګړې ته ادامه نه شي ورکولی او اوس غواړي د پاکستان په مرسته پيل شوې جګړه هم د پاکستان په مرسته پای ته ورسوي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند بيا وايي، کوم طالبان چې د پاکستان په بند کې شپې ورځې تېروي، ډېرى برخه يې له هغو طالب مشرانو ګڼل کېږي، چې د نويمې لسيزې د طالبانو د تحريک مشرې يې کوله.

د هغه په وينا، پاکستان دغه ډار درلود، چې يو خو دوى له پيله له بېلابېلو جهادي او حکومتي چارواکو سره اړيکې لرلې، چې ښايي له افغان حکومت سره د يو ځای کېدو لامل شوي واى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دويم دا چې دا طالبان عمر خوړلي وو او پاکستان فکر کاوه، چې د امريکا پر وړاندې جګړې ته ځوانه او پرجوشه وينه په کار ده، نو له همدې کبله يې د طالبانو په ليکه کې د ځوان او تر خپلې ولکې او واک لاندې نوى ځوان مشرتابه وټاکه.))

د ځلاند په خبره، خوشې شوي طالبان په زندان کې هم د پاکستان تر نظارت وو او چې پرېښودل کېږي هم د هغوى تر نظارت لاندې دي، نو د دوى په پرېښودو به د پاکستان اغېز پر طالبانو را کم نه کړای شي او نه به د پاکستان دريځ کمزوری کړي.

د ټولو طالب بنديانو خوشې کولو په اړه د پاکستان دغه اعلان د افغانستان د سولې په پروسه کې تر ټولو لوی پرمختګ دی.

دوه مياشتې مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي اسلام اباد ته د سفر پر مهال پاکستان د ۹ طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان کړی و او تر دې دمه پاکستان د ملا ترابي په ګډون ۲۶ طالب بنديان خوشې کړي دي.

ملا ترابي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليې وزير و.

که څه هم د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا د ملا برادر د خوشې کولو بار بار غوښتنې کړې وې، خو پاکستان مثبت ځواب نه و ورکړی.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.