Language

په نجراب کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک ٣٠مرغومى ٩١): ځايي چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال يو پوليس او درې وسلوال طالبان وژل شوي او څلور طالبان او دوه پوليس ټپيان دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال امان الله، پژواک خبري ا ژانس ته وويل، دغه دوه ورځني عمليات د (سرباز پنج) تر نوم لاندې د نجراب په افغانيه دره کې د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شول.

د ده په وينا، امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې درې وسلوال طالبان نيولي هم دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره اونۍ تر يادو عملياتو مخکې، په افغانيه دره کې د نجراب ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر عبدالعليم حيدري ووژل شو او دوه پوليس ټپيان شول.

د نجراب ولسوال ويلي و چې عبدالعليم حيدري، افغانيه درې ته د يوه مجرم د نيولو لپاره ورغلى، خو مجرم له خپله کوره ډزې پرې وکړې، حيدري يې وواژه او دى وتښتېد.

 

Related Topics