مزارشريف (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩١): د بلخ د کډوالو چارو رياست په مزارشريف ښار كې د بېلابېلو ولايتونو شاوخوا دوه زره بې ځايه شوو كورنيو سره ژمنۍ مرستې پيل كړې.
د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس عبدالصبور قادري د سلواغې په لومړۍ نېټه، بې ځايه شوو كورنيو ته د ژمنيو مرستو د وېش پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دغو مرستو كې د خوراکي او سون مرستو تر څنګ ځينې پوښاك هم شامل دي.
نوموړي زياته كړه، چې هرې كورنۍ ته ۴ بورۍ ذغال، يوه بخارۍ، دوه تختې كمپلې وركړل شوې.
همداراز په مرستو كې د مشرانو او ماشومانو لپاره د پوښاك يو بنډل هم شامل دى، چې بوټان، جنپر، چاكټ او د ژمي تودې جامې پكې دي.
د هغه په وينا، په يادو دوه زره كسانو كې د بلخ ولايت د چاربولك، چمتال، چاركند، شولګر، د سمنګان ولايت د بر دره صوف او كوز دره صوف ولسواليو او د سرپل ولايت يو شمېر بې ځايه شوي شامل دي.
د کډوالو رييس وويل، چې دغه مرستې په بلخ ولايت كې د ماشومانو د ملاتړ موسسې لخوا له بې ځايه شوو سره وشوې.
د بلخ ولايت له البرز غرونو څخه د بې ځايه شوې كورنۍ سرپرستې مېرمن عاقلې، د مرستو د اخيستو پر مهال پژواك اژانس ته د مننې تر څنګ وويل، چې دوى لا زياتو مرستو ته اړتيا لري.
نوموړې زياته كړه، چې يو لس كلن زوى يې په ښار کې جرابې پلوري، چې له همدې لارې د كور اقتصادي ستونزې هواروي.
د هغې په وينا، بيا هم مننه كوي، چې په دې ساړه ژمي كې يې ورسره د سکرو او بخارۍ مرسته وكړه.
خو يو شمېر بې ځايه شوو بيا د يادو مرستو تر څنګ له دولت څخه د كار د زمېنې برابرولو غوښتنه كوله.
له سرپل ولايت څخه بې ځايه شوي سيد احمد پژواك اژانس ته وويل، چې د ناامنيو له امله د روان كال په پيل كې له خپلې سيمې مزارشريف ته له خپلې كورنۍ سره بې ځايه شوى دى.
نوموړي زياته كړه،ده هيله درلوده، چې په دغه ښار كې به كار پيدا كړي، چې لا يې هم دغه ستونزه نه ده حل شوې.
د هغه په وينا، له يادو مرستو مننه كوي؛ خو د دوى د ژوند اړتياوې په ورته مرستو نه پوره كېږي، تر كومې چې د كار زمينه ورته برابره نه شي.
د کډوالو چارو رييس قادري وويل، چې د تېرو څو كلونو په اوږدو كې مزارشريف ښار ته د بلخ ولايت له ولسواليو او له ګاونډيو ولايتونو ۸ زره كورنۍ بې ځايه شوې دي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه كورنۍ د ناامنيو او د وچكالۍ له امله بې ځايه شوې دي.
د هغه په وينا، د روان كال په اوږدو كې دوى يواځې له ۵ زره كورنيو سره په بېلابېلو مرستو كولو توانېدلي دي.