جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې پنځه ملکي وګړي او يو پوليس ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند په مجبور اباد سيمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، چاودنه د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوه، چې له امله يې يو پوليس ساتنمن او پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړي، خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي.
د جلال اباد د ملکي روغتون مشر ډاکټر همايون پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې تر اوسه څلور ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى.