Language

په حصارشاهي کې روغتون ته وقف شوې ځمکه خلک خپل ملکيت بولي

جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩١): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې والي ګل اغا شېرزي د دوى شخصي ځمکه د عامې روغتيا وزارت په واک ورکړې او ګواښ يې کړى چې دوى به په دې ځمکه کې د کار مخه نيسي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي تېره اونۍ ننګرهار ولايت ته د عامې روغتيا وزارت د يوه پلاوي د سفر پر مهال اعلان وکړ، چې د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي په دښته کې څلور سوه جريبه ځمکه زر بستريز روغتون ته ورکوي.

خو د روداتو د بړو سيمې اوسېدونکي وايي، چې د حصارشاهي ډاګ کې د عامې روغتيا وزارت ته په واک کې ورکړې ځمکه دولتي نه بلکې د دوى شخصي ملکيت دى.

د بړو يوه قومي مشر مولوی سيف الرحمن د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار والي په غير قانوني ډول د دوى ځمکه روغتون ته وقف کړې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې ډاګ کې زموږ څلور زره نومرې حق کېږي، دوه زره يې راکړې او دوه زره نورې پاتې دي.))

نوموړی وايي، چې د څلور زره نومرو قانوني پيسې يې تحويل کړي او دوه زره نومرې يې دولت قرضداره دى، په کار ده چې مخکې له روغتون نه د دوى مسئله حل کړي.

د مولوي سيف الرحمن په وينا، دلته چې څلور سوه جريبه ځمکه روغتون ته ورکړي، نو د بړو خلکو ته هېڅ نه پاتې کېږي.

دی په دولت غږ کوي، چې په ياده ستونزه کې دې جدي اقدامات وکړي ګنې دوى يو ځل بيا لاريونونو ته تيار دي.

د بړو يوه بل اوسېدونکي يحى پژواک ته وويل، چې پر دې ځمکه د دوى يو شمېر اوسېدونکي وژل شوي او له دې وروسته به هم له خپل حق څخه تېر نه شي.

د رحمن الدين په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له خپل حق څخه نه تېريږي او قوم چمتوى دى چې د خپل حق لپاره هر ډول اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه: ((که موږ ته څوک حق رانه کړي نو موږ به لاريونونه وکړو او د سرونو په بدل کې به دغه ځمکه په لاس راوړو.))

بل پلو د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، چې د روغتون ياده پروژه د ټول ننګرهار لپاره ګټوره پروژه ده او د ننګرهار والي چې کومه ځمکه د روغتون په واک کې ورکړې په هر حال به يې سرته رسوي.

هغه زياته کړه: ((دا ډېره ګټوره پروژه ده او په دې څلور سوه جريبه ځمکه کې به حتمي جوړيږي.))

نوموړى وايي، چې د بړو اوسېدونکو ته تر ډېره په ياده سيمه کې نومرې ورکړل شوې او هغه څوک چې قانوني اسناد ولري د ولايت له مقام سره دې شريک کړي.

د هغه په وينا، دولت د چا قانوني حق نه خوري او هر څوک چې اسناد لري ولايت ته دې راوړي.

Related Topics