Language

 هرات (پژواك ۳ سلواغه ۹۱): د هرات-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې په ترافيکي پېښه کې دوه ملي پوليس مړه او دوه نور ټپيان شول.

 په لوېديځ زون کې د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د هرات-دلارام په لارې د پوليسو د يوه رنجر موټر او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه، ټپيان روغتون ته لېږول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

نوموړي د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتياطي وبلله.

دا په روانه مياشت کې د پوليسو دوهمه ترافيکو پېښه ده، چې له دې مخکې درې اونۍ وړاندۍ د هرات د اسلام قلعه په لار کې ترافيکي پېښه کې د عامه نظم ۵ پوليس مړه شوي وو.

Related Topics